بازتاب نیوز

په سرپل كې يوه امنيتي پوسته سقوط شوې

٢٥ کب ١٣٩٧ د كليد ګروپ

د سرپل د ولايتي شورا رئيس محمد نور رحماني وايي، د جوزجان – سرپل پر لويه لار پر يوې امنيتي پوستې د وسله والو طالبانو په بريد كې څلور پوليس وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.

نوموړي كليد ته وويل، دا بريد تېره شپه د سرپل د مركز د پنجشېر سيمې پر امنيتي پوستې شوى، چې له كبله يې دا پوسته د طالبانو په لاس سقوط شوې ده.

وسله والو طالبانو ادعا كړې، چې د يادې امنيتي پوستې د نيولو په مهال يې څو افغان سرتېري وژلي، چې د شپږو جسدونه د جګړې په ډګر كې پاتې دي.

دوى ويلي، د جګړې په ترڅ كې يې څلور امنيتي سرتېري ټپيان كړي هم دي.

 

The post په سرپل كې يوه امنيتي پوسته سقوط شوې appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/03/16/%D9%BE%D9%87-%D8%B3%D8%B1%D9%BE%D9%84-%D9%83%DB%90-%D9%8A%D9%88%D9%87-%D8%A7%D9%85%D9%86%D9%8A%D8%AA%D9%8A-%D9%BE%D9%88%D8%B3%D8%AA%D9%87-%D8%B3%D9%82%D9%88%D8%B7-%D8%B4%D9%88%DB%90/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading