بازتاب نیوز

ارزګان؛ د ناروغ دولتي عسکر تدواي طالبانو کړې ده

٢٥ کب ١٣٩٧ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ کب، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي چې په ارزګان ولايت کې يې د افغانستان د اردو د ناروغ عسکر درملنه کړې ده او خپل کور ته يې ليږلی دی.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې پنځه ورځې وړاندې د اردو يو عسکر چې په خپله دنده کې په ناروغۍ اخته شوی و، د حکومت له لوري يې د تداوۍ نه کولو له امله طالبانو ته تسليم شوی دی.

احمدي وايي چې د عبدالله په نامه ياد عسکر چې د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ اوسېدونکی و طالبانو ته ددې له پاره تسليم شوی و چې حکومت يې تداوي نه وه کړې چې وروسته يې طالبانو تداوي وکړه او کور ته يې وليږه.

نوموړی وايي چې د ياد عسکر تداوي يې د خواخوږۍ له مخې کړې او له رغېدو ورسته ورته لس زره افغانۍ روپۍ ورکړل شوي دي او خپل کور ته يې لېږلی دی.

که څه هم له دې وړاندې د جګړې په ډګر او عامو وختونو کې ګڼ شمير دولتي عسکر طالبانو ته تسليم شوي دی خو ياده پيښه په خپل ډول کې بې سارې ده.

په افغانستان کې د ملي اردو عسکر شکايت کوي چې له مياشتو مياشتو په خپلو دندو کې پاتې وي او رخصتي نه ورکول کيږي.

څه موده وړاندې د هلمند ولايت په ګريشک ولسوالۍ کې په دنده بوخت د سردار ګل په نامه يو تن افغان عسکر د نن ټکي اسيا خبريال ته ويلي وو چې له يوولس مياشتو راهیسې خپل کور ته نه دی تللی.

نوموړي ويلي وو چې څو ځل يې له قومندان څخه کورته د تګ له پاره رخصت وغوښت خو د نوموړي په وينا چې قومندان ورته کور ته د تګ اجازه نه ورکوي.

سردار ګل وايي چې قومندان ورته ځکه اجازه نه ورکوي چې ډيری عسکر د طالبانو د بريدونو له ويرې په خپله دنده کې نشي پاتې کېدلی او خپلې دندې د رخصتۍ په پلمه پريږدي نو اوس چې کوم عسکر واسطه ونه لري رخصتي نه ورکول کيږي او د جګړې لومړۍ ليکي ته ليږل کيږي.

تر اوسه د ياد عسکر په اړه دولتي چارواکو څه نه دي ويلي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/141197/%D8%A7%D8%B1%D8%B2%DA%AB%D8%A7%D9%86%D8%9B-%D8%AF-%D9%86%D8%A7%D8%B1%D9%88%D8%BA-%D8%AF%D9%88%D9%84%D8%AA%D9%8A-%D8%B9%D8%B3%DA%A9%D8%B1-%D8%AA%D8%AF%D9%88%D8%A7%D9%8A-%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%A7/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading