بازتاب نیوز

سرور دانش: د ټاکنو په اړه هره پرېکړه کې بايد ښکېل لوري وپوښتل شي

٢٥ کب ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش ويلي، د ټاکنو په اړه چې هره پرېکړه کېږي، بايد اړوند لوري پکې وپوښتل شي.

نوموړي دا خبرې د امريکا د سفير له مرستيالې سره په ليدنه کې کړي.

د دویم مرستیاله له دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو پر سوله، راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو او نورو اړوندو موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.

دانش په دې لیدنه کې ویلي چې د تېرو پارلماني ټاکنو د وروستیو پایلو اعلان او په شفاف ډول د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کول د حکومت لومړیتوبونه دي او دوی به د دې چارو په مخته وړلو کې خپله ټوله هڅه وکړي.

۱۵ ځله کتل شوی

.fb_iframe_widget_fluid_desktop iframe {

width: 100% !important;

}

Share on: WhatsAppThe post سرور دانش: د ټاکنو په اړه هره پرېکړه کې بايد ښکېل لوري وپوښتل شي appeared first on ټاتوبی نيوز.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/سرور-دانش-د-ټاکنو-په-اړه-هره-پرېکړه-کې-ب/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading