بازتاب نیوز

خبریال سلطان محمود خیرخواه خاورو ته وسپارل شو

٢٥ حوت ١٣٩٧ کابل مانیتور

د افغانستان په جنوب کې د خوست ولایت د ژمن تلویزیون خبریال سلطان محمود خیرخواه د، چې تیره ورځ په یو وسله‌وال برید کې سخت ټپي شو او په روغتون کې یې ساه ورکړه، نن خاورو ته وسپارل شو.

د افغانستان په جنوب کې د خوست ولایت چارواکي وايي، چې د ژمن تلویزیون خبریال سلطان محمود خیرخواه د سختو ټپونو له امله روغتون کې ساه ورکړې ده.

سلطان محمود خيرخواه د جمعې په ورځ (کب ۲۴مه) غرمه مهال له خوست ښار څخه د مندوزيو ولسوالۍ په لور خپل کور ته په موټر کې روان وو، چې پر موټرسایکل سپرو ناپیژندو وسله والو پرې بريد وکړ.

د خوست والي حلیم فدايي په یوې اعلامیې کې ویلي، چې ښاغلي خیرخواه د ورپېښو ټپونو له امله پرون شپه په روغتون کې ساه ورکړې ده.

ښاغلي فدايي، د خوست امنیتي مسولیونو ته د دغې پیښې د دقیقې او هر اړخیزې څیړنې ازولو امر کړی او له هغوی څخه یې غوښتي چې د پېښې عاملین عدلي او قضایي ارګانونو ته وروپیژني. 

خوست کې د ښاغلي خیرخواه وژل کیدل، د رسنیو د ملاتړ ادارو او خبریالانو د ټولنو کلک غبرګونونه راپارولي دي.

د فغانستان له آزادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې (نی) دغې مسلې ته په غبرګون کې ویلي، چې لا هم افغان خبریالانو له جدي امنیتي ستونزو سره مخامخ دي او حکومت په دې برخه کې هیڅ د پام وړ هڅې نه کوي.

دغې ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي "له هغې وروسته چې نوموړی په هغه ښار کې یو روغتون ته انتقال شو، په داسې حال کې چې د حکومت هیلیکوپټرې ته په تمه وو چې کابل ته انتقال شي، د شپې شاوخوا اته نیمې بجې یې ساه ورکړه. د حکومت له ژمنو سره سره، کابل ته د هغه د انتقالولو په برخه کې هیڅ ډول مرسته ونشوه".

نی ویلي، چې د ښاغلي خیرخواه په وژلو سره، له دریو میاشتو څخه په کمه موده کې، دا څلورم خبریال دی چې په افغانستان کې وژل کیږي.

نی د خوست له سیمه‌ییزو چارواکو څخه غوښتي، چې د پېښې عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

سلطان محمود خیرخواه، د ژمن ټلویزیون خبرال،، ډرامه لیکونکی او ممثل وو، چې له کلونو راهیسې یې په خوست ولایت کې فعالیت درلود.

دا په تیره يوه اونۍ کې دويم خبریال دی، چې د وسله‌والو له لوري په نښه کيږي. څو ورځې مخکې هم د هلمند ولایت يو خبريال نثار احمد احمدي په بمي چاودنه کې ټپي شو.

خوست / زمان نظري

لینک اصلی: http://kabulmonitor.com/2624/%D8%AE%D8%A8%D8%B1%DB%8C%D8%A7%D9%84%20%D8%B3%D9%84%D8%B7%D8%A7%D9%86%20%D9%85%D8%AD%D9%85%D9%88%D8%AF%20%D8%AE%DB%8C%D8%B1%D8%AE%D9%88%D8%A7%D9%87%20%D8%AE%D8%A7%D9%88%D8%B1%D9%88%20%D8%AA%D9%87%20%D9%88%D8%B3%D9%BE%D8%A7%D8%B1%D9%84%20%D8%B4%D9%88

بازکردن لینک اصلی

بیشتر بخوانید از کابل مانیتور

آخرین خبر ها:

Loading