بازتاب نیوز

عمران خان: په افغانستان کې یو غوره حکومت رامنځته کیدونکی دی

٢٥ کب ١٣٩٧ خبر تلویزیون یک

به دری بخوانید2019-03-16 | 5 دقيقه مخکې

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل چې په افغانستان کې به داسې یو غوره حکومت رامنځته شي چې د دې هیواد ټول وګړي به پکې برخه ولري.

عمران خان د پاکستان د قبایلي سیمو له ګڼ شمیر اوسیدونکو سره د لیدنې پر مهال د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته په اشارې وویل چې، ډیر ژر به افغانستان کې سوله تامین شي او یو غوره حکومت به رامنځته شي.

عمران خان وویل: « افغانستان زمونږ ورور هیواد دی، له طالبانو سره خبرې اترې پیل شوې. که د خدای خوښه وه؛ نو زمونږ وروڼه به په نږدې راتلونکې کې د سولې په فضا کې ژوند وکړي. په افغانستان کې به یو غوره حکومت جوړ شي، داسې یو حکومت چې د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي.»

لدې وړاندې پاکستان اعلان کړی و چې، پاکستان د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرو لپاره د زمینې برابرولو په برخه کې مهم رول لري.

دا چې تردې دمه د سولې خبرو پایلې له افغان حکومت سره ندې شریکې شوې، نو ځکه خو ډیری سیاسي شننونکي د راتلونکي افغان حکومت د جوړښت په اړه د عمران خان څرګندونې غندلې دې او دا یې د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله بللې ده.

لدې وروسته ښایي دطالبانو او افغان دولت ترمنځ بین لافغاني خبرې پیل شې، خو تر دې دمه طالبان له افغان دولت سره خبرو اترو ته ندي چمتو شوي.

داسې ویل کيږي طالبان نغواړی په لومړیو کې به طالبان له افغان دولت سره یوځای کېدو او په راتلونکې ولسمشریزو ټاکنو کې برخه اخیستلو ته حاضر نشي، طالبان تر ډیره د موقتې ادارې رامنځته کولو ته میلان ښایي.

تر دې دمه افغان حکومت د عمران خان د څرګندولو په اړه څه ندي ویلي.

لدې وړاندې اجراییه ریاست ویلي و چې تر اوسه د افغانستان په وړاندې د پاکستان په سیاست کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.

پر پاکستان پورې تل د افغانستان په داخلي چارو کې په لاس وهنې او له طالبانو د ملاتړ کولو او تمویلو په تور پورې شوی دی.

1TVNews.af - 1TVNews.af

اصلي اړیکې: http://www.1tvnews.af/ps/news/afghanistan/37615-2019-03-16-12-26-14

د اصلي پاڼې خلاصول

خبر تلویزیون یک په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading