بازتاب نیوز

په افغانستان کې د یوناما ماموریت شپږو میاشتو ته را ټیټ شو

٢٥ کب ١٣٩٧ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵کب، ۱۳۹۷ل): د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چین او امریکا د مخالفتونو له امله ونه توانېده، چې په افغانستان کې د خپل استازي دفتر يوناما؛ ماموریت یو کال ته وغځوي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وايي، له بده مرغه یوناما به یوازې شپږ میاشتې افغانستان کې ماموریت ترسره کړي او د یو کال پر تمدید يې هوکړه ونه شوه.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د دایمي استازولۍ مرستیال جاناتان کوهن وايي دوی ونه شو کولی په افغانستان کې د یوناما د ماموریت لپاره د امنیت شورا غړي قانع کړي.

د هغه په وینا چین ټینګار وکړ چې د هغه هېواد ملي سیاسي لومړیتوبونو سره تړاو ورکړي، چې په پایله کې په افغانستان کې د یوناما کلني ماموریت پر تمدید هوکړه ونه شوه.

یوناما چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازی دفتر دی، ټاکل شوې وه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو هېوادونو له لوري به يې د ماموریت موده یو کال تمدید شي، خو د چین د مخالفت له امله ونه شو.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/141204/%D9%BE%D9%87-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%DA%A9%DB%90-%D8%AF-%DB%8C%D9%88%D9%86%D8%A7%D9%85%D8%A7-%D9%85%D8%A7%D9%85%D9%88%D8%B1%DB%8C%D8%AA-%D8%B4%D9%BE%DA%96%D9%88-%D9%85/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading