بازتاب نیوز

سرور دانش: د واشنګټن او کابل اړیکو کې «سو‌ءتفاهم» باید نه وي

٢٥ کب ١٣٩٧ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵کب، ۱۳۹۷ل): د اشرف غني مرستیال سروردانش وايي له امریکا سره په دوستۍ کې «سوءتفاهم» ورته د منلو نه دی او باید له منځه وایستل شي.

د دانش له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي کابل کې د امریکا د سفارت له مرستیالې کرین دیکر سره خبرو کې ويلي، چې سوله او ټاکنې ورته لومړيتوب لري او له امریکا سره اړیکو کې باید د هر ډول سو‌‌ءتفاهم مخه ونیول شي.

د امریکا مرستیالې سفیرې هم په ټاکنو کې د ملاتړ ژمنه کړې او سرور دانش هم ټينګار کړی چې ټاکنیزو کمیسونونو کې نویو بدلونونو ته هیله‌من دی.

د حکومت او امریکا تر منځ هغه مهال اړیکې د بې اعتمادۍ ښکار شوې کله چې د زلمي خلیلزاد په مشري امریکا د طالبانو سره په دوحه کې د ۱۶ ورځو لپاره مسلسل مذاکرات وکړل او له هغه وروسته خلیلزاد واشنګټن ته مخه کړه.

څو ورځې وړاندې د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د جګړې د ختمولو لپاره د زلمي خلیلزاد هڅې تورنې کړې، چې له امله يې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري سمدستې احضار شو.

د حمدالله محب څرګندونې اجراییه ریس هم وغندلې او په وینا يې له امریکا سره د ملګرتیا زیانمنېدل نه غواړي.

ډاکټر عبدالله ویلي چې امریکا د افغانستان یو ښه ستراتیژیک ملګری هیواد دی، داسي څرګندوني يې پر ضد کول چې دغه ملګرتیا زیانمنه کړي، په هیڅ ډول د منلو نه دي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/141202/%D8%B3%D8%B1%D9%88%D8%B1-%D8%AF%D8%A7%D9%86%D8%B4-%D8%AF-%D9%88%D8%A7%D8%B4%D9%86%DA%AB%D9%BC%D9%86-%D8%A7%D9%88-%DA%A9%D8%A7%D8%A8%D9%84-%D8%A7%DA%93%DB%8C%DA%A9%D9%88-%DA%A9%DB%90-%D8%B3/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading