بازتاب نیوز

کندهار: د زر ټنه حیواني خوراکي توکیو وېش چارې پیل شوې

٢٥ کب ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

په ټولنيزو چارو کي د کندهار ولايت مقام د مرستيال حاجي اغالالي دستګيري لخوا د زر ټنه هغه حيواني خوراکي توکو د وېش لړي پيل شوه چي مالدارانو ته ورکول کېږي.

دستګيري وويل : دغه حيواني خوراکي توکي د ۱۰۰۰ ټنه په اندازه چي ۲۰ زره ګونۍ کېږي د کرهڼي او مالدارۍ د وزارت لخوا د کندهار ښار او يو شمېر ولسواليو د وچکالۍ ځپلو مالدارانو لپاره چمتو سوي دي، د هغه په خبره : ياد خوراکي توکي به تر مستحقو کسانو پوري ورسېږي ترڅو د حيواناتو لوږه يې څه نا څه کابو کړل شي.

دستګيري وويل : د دغه خوراکي توکو لړۍ له کندهار ښاره پيلېږي چي ۱۰۹ ټنه به همدلته په ښار او پاته نور به په نژدې راتلونکي کي د ولسواليو تر اوسېدونکو پوري هم ورسوي.

د کرهني رياست د مالدارۍ آمر صدیق الله روهمن ياده مرسته پرځای وبلل او زياته يې کړه : د کرهني وزارت دغه زر ټنه د حيواني خوراکي مرسته به د يوې ځانګړي سروې له لاري په کندهارښار اوټولو ولسواليو کي هغه مالدارانو ته ورکول سي چي حيوانات يې د خوارکي موادو له کمښت سره مخ وي.

۹ ځله کتل شوی

.fb_iframe_widget_fluid_desktop iframe {

width: 100% !important;

}

Share on: WhatsAppThe post کندهار: د زر ټنه حیواني خوراکي توکیو وېش چارې پیل شوې appeared first on ټاتوبی نيوز.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/کندهار-د-زر-ټنه-حیواني-خوراکي-توکیو-وېش/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading