بازتاب نیوز

ننګرهار: یو شمېر داعشیان وژل شوي او نیول شوي

٢٥ کب ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ او مرکز جلال اباد ښار مربوطاتو کې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال د انسان وژنې پېښو د دوو پلان کوونکو په ګډون ۴ داعشیان ووژل شول او د انسان وژنې د پېښو د یو پلان کوونکي په ګډون پنځه نور ژوندي ونیول شول .

د ننګرهار ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې د خوږیاڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې نن له غرمې وروسته د هوايي برید په ترڅ کې دوه داعشیان ووژل شول،همدا راز د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو تېره شپه د جلال اباد ښار اتمې ناحیې اړوند په دامان سیمه کې د عملیاتو پر مهال د هدفي وژنو دوه مهم پلان کوونکي داعشیان وژلي او د یو بل پلان کوونکي په ګډون یې پنځه نور ژوندي نیولي دي.

د ملي امنیت ریاست د مالوماتو له مخې وژل شوي کسان قاري اسماعیل او شفیق نومیږي،چې د عملیاتو پر مهال ترې دوه میله کلاشینکوف،یو میل تفنګچه،پرتلې، شاجورونه،مرمۍ او یو شمیر نور مهمات هم تر لاسه شوي دي.

د دې عملیاتو پر مهال ملکي او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .

ج ۱۰ ځله کتل شوی

.fb_iframe_widget_fluid_desktop iframe {

width: 100% !important;

}

Share on: WhatsAppThe post ننګرهار: یو شمېر داعشیان وژل شوي او نیول شوي appeared first on ټاتوبی نيوز.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/ننګرهار-یو-شمېر-داعشیان-وژل-شوي-او-نیول/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading