بازتاب نیوز

طالبان له قطر ناسم مالومات خپروي / نوید احمد څرک

٢٥ کب ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

سهار وخته مې د خلیلزاد په ټویټونو چې څلور دانې کیږي، نظر پریوت چې د سولې د خبرو د بحثونو په تړاو یې پکې تفصیلي یو څه لنډ مالومات لیکلي و.

خلیلزاد ټویټونه په انګلیسي کړي و چې پښتو ژباړه یې داسې ده ((زه همدااوس په قطر کي د طالبانو سره له اوږدو خبرو خلاص سوم. د سولي لپاره شرایط بهتره سوي دي. دا واضح خبره ده چي ټول طرفونه د جنګ ختمول غواړي. د ټولو کښته او پورته سره سره، موږ دوامداره پرمختګ وکړ، او واقعي او ستر ګامونه مو واخیستل.

نهايي سوله پر دې څلورو مسایلو باندي موافقې ته ضرورت لري: (الف) د تروریزم پر خلاف تضمین، (ب) د امریکايي عسکرو وتل، (ت) بین الافغاني خبري، او (ج) هر اړخېز او جامع اور بند. د جنوري په خبرو کي موږ په عمومي توګه پر همدې څلورو مسایلو باندي خبري وکړې. موږ آلان د لومړیو دوو مسایلو په باب «په مسوده کي موافقه کړې ده.»

کله چي د عسکرو د وتلو او تروریزم پر خلاف د موثرو اقداماتو د موافقې مسوده نهايي سي، طالبان، نور افغانان او جمع حکومت به د سیاسي مصالحې او جامع اور بند په اړه بین الافغاني مذاکرات پیل کاندي.

زما بل اقدام به دا وي چي په واشنګټن کي د خپلو همکارانو او ملګرو سره خبري وکړم. موږ به بیا ډېر ژر سره وګورو، او تر هغه وخته پوري به نهايي موافقه و نه سي، تر څو پر ټولو مسایلو باندي مو موافقه نه وي کړي.))

خو د دې څلور ټویټونو او مالوماتو وروسته که د طالبانو اعلامیې ته مراجعه وکړئ او و یې لولئ په ښکاره ډاګیزه کیږي چې دا ډله نه سوله غواړي او ځان ته د کاذب هویت ورکولو هڅه کوي چې هیڅکله به یې ترلاسه نه شي کړلی.

طالبانو ویلي چې دوی د بین الافغاني مذاکرې او اوربند په اړه هیڅ نه دي ویلي او یواځې هغه څه بحث کوي چې له امریکا سره تړلي وي، دا په ښکاره له افغانانو سره دښمني ده او هیڅ پکې د سولې لیوالتیا نه شکاري.

طالبان په اعلامیه کې یواځې هغه څه لیکي چې د تمویل کوونکو هېوادونو د خوښې وړ یې وګرځي، طالبانو ته روسیه، ایران او پآکستان د دې لپاره پيسې ورکوي چې بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي او دوی ته یو ځل بیا چانس برابر شي چې جوړ شوي بنسټونه له منځه یوسي او د خپلې خوښې یو نظام په افغانستان کې رامنځ ته کړي.

سره له دې چې طالب پلوو لاهم له امریکا سره د یوې معاملې ډولونه له غاړې نه دې کوز کړي او په کلیو او بانډو کې مېشت چڼي او د هغوی سر نا خلاصي پلویان یو ځل بیا کابل ته په خپلو پخوانیو زړو ډاډسن موټرونو د ور دننه کېدو خواږه بحثونه کوي. په لویو ښارونو او کابل کې طالب خواخوږي حکومت پلوو ته د بهرنیانو تر یوغ لاندې د واکمن نظام د ړنګېدو اشارې او د را پورته کړو شعارونو پېغورونه ورکوي.

د حکومت دننه سیاستوالو امریکا ته سترګې نیولې چې طالبان به راضي کړای شي چې له افغان دولت سره دې مخامخ خبرې وکړي. د پخواني څلور پړاوه خبرو خلاف دا ځل په خلیلزاد پسې هم په کابل کې د ځینو سترګې شوې چې په کومه سوړه ننوتی چې هیڅ غږ یې نه را پورته کېږي.

د حکومت لومړۍ او وروستۍ هیله همدا ده چې طالبان خبرو ته ورسره کېني او د دې تاریخي هېواد راتلونکې کرښې په خپله افغانان په خپلو کې رسم کړي. استدلال دا دی چې دلته تل بهرنیانو د وتلو په بهانو داسې څه په میراث پرېيښي دي چې د لسیزو لسیزو لپاره پرې د افغانانو جنګي ماشین شخوند وهلی دی. اوس هم د حکومت په دننه او بهر کې یو شمېر کړۍ داسې سرې اشارې ورکوي چې ممکن وروسته د امریکا او طالبانو تر منځ روان بهیر ورسره ټکنی شي، خو اصلي اندېښنه له ډېرو سره دا ده چې د خبرو جزییات دومره تت او پټ دي چې په تېرو ۱۷ کلونو کې په افغان رسنیو کې د طالبانو په استازیتوب غږېدونکي هم نه پوهېږم چې د دوحې په بندو هوټلونو کې د افغانانو ټاټوبي ته څه ډول نقشې ليکل کېږي.

۸ ځله کتل شوی

.fb_iframe_widget_fluid_desktop iframe {

width: 100% !important;

}

Share on: WhatsAppThe post طالبان له قطر ناسم مالومات خپروي / نوید احمد څرک appeared first on ټاتوبی نيوز.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/طالبان-له-قطر-ناسم-مالومات-خپروي-نوید/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading