بازتاب نیوز

۱۳۹۸ نوی کال د سولې او ورورولۍ کال دی! // سپوژمی پوپلزی

٢٥ کب ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

له هر څه د مخه خپلو متدینو او میړنيو خلکو ته د زړه له کومې د۱۳۹۸ لمریز کال د رارسیدو له امله چې د سولې، میني او د یو د بل د منلو په کال هم نومول شوی مبارکې وایو او د خدای “ج” څخه هیله لرو چې د دغه کال په پیل سره زموږ د ځوریدلي ولس د دردونو او ناخوالو د ژغورني او خلاصون سبب وګرځي او ولس ته دا توفیق ور په برخه شي ترڅو د سولي ، ملی یووالي او د هېواد سمسورتیا په لوري رغنده ګامونه واخلو او د خدای “ج” رضایت اوخوښي ترلاسه کړو .

دا چې په موسمونو کې تر ټولو ښکلی او په زړه پورې موسم پسرلی دی چې ځان سره نوې هیلې، امیدونه او بدلونونه راوړي، پسرلی د کار و کسب، ښکلا، ځلا، ګل او بلبل سره تړلی موسم دی. پسرلی دی چې خلک د آبادۍ، سوکالۍ، کار او ژوند په لور وربولي،د نوي کال او نوي ژوند د پیل کېدو زیری راوړي، د پسرلي راتلو ته هر څوک هوسېږي او خوشالېږي، د ژمي سړې او اوږدې شپې تېرې شي، خلک له بندو خونو د باندې تازه هوا کې د خوښۍ ساه واخلي، د مرغانو د اوازونو او د ګلونو د نندارو خوند اخلي. ونې بوټي او چمنونه زرغون شي، هر چېرې د طبیعت ښکلا او ځلا تر سترګو کېږي، لوی او مهربان الله تعالی پر خپلو بندګانو څومره نعمتونه او ښکلاګانې لورولي دي خو له بده مرغه چې ځینې سر زوري او ناپوهه خلک بیا د خدای(ج) د نعمتونو ناشکري کوي او په لوی لاس دغه ښایستونه بدرنګوي، پر ځمکه فساد خوروي او د الله تعالی بنده ګان د پردیو په دستور او د هغوي د ناوړو موخو لپاره پرته له کوم جرم او ګنا څخه وژني او زمونږ مظلومې او متدیني کورنی په ویر او غم کې کښینوي، نو په دې هیله څنګه چې د نوي کال په رارسیدوسره په دښتو او غرونو کې ښکلي ګلان زرغونېږي، الله تعالی دې زمونږ په هیواد کې هم د تلپاتي سولې، امن، یووالۍ، میني او… ګلان وغوړوي چې د کلونو راهیسې یې په تمه یوو.

دا چې پسرلۍ په راتلو سره د دولت د وسله والو مخالفینو په ځانګړی توګه د طالبانو له ډلي څخه هم غواړو ترڅو د افغانستان د اسلامی دولت د سولي ارزښتناکه اوټول منلي کلمی ته لبیک ووایې او د دغه طلایې فرصت څخه چې له اوږدې مودې راهیسي په ملی او نړیواله کچه د افغانستان د سولې خبرې اترې رواني دي یو بین الافغانی خبرو ته زمینه برابره او د افغانستان د زوریدلي ولس په زخمونو پټۍ ولګوي ځکه چې افغان ولس نور د جنګ، بربادی او ورور وژني له ناوړه پدیدي څخه کرکه اونفرت لري اوغواړي ترڅو په یوه سولییزه او ډاډمنه فضا کې ژوند وکړي.

نو په کار ده چې د نوی کال په پیل سره د یو سوکاله، آباد او پرمختللی افغانستان او تل پاتي سولې او ثبات د ټینګښت په موخه یو بل ته د ورورۍ، میني او یووالي لاسوونه ورکړو، تر څو چې له یوې خوا مو د خپل مظلوم ولس آرمانونه پوره کړی وي او له بلې خوا د یو پر مختللي او پیاوړي افغانستان پایښت مو تضمین کړی وی او بل داچې افغانستان دټولو افغانان ګډ کور دی اوساتنه یې هم دهر افغان اسلامی او دینی وجیبه ده .

د تل پاتي سولې او دیو پیاوړی، سرلوړې او با ثباته افغانستان په هېله

۱۳ ځله کتل شوی

.fb_iframe_widget_fluid_desktop iframe {

width: 100% !important;

}

Share on: WhatsAppThe post ۱۳۹۸ نوی کال د سولې او ورورولۍ کال دی! // سپوژمی پوپلزی appeared first on ټاتوبی نيوز.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/۱۳۹۸-نوی-کال-د-سولې-او-ورورولۍ-کال-دی-سپ/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading