بازتاب نیوز

والي: د لغمان امنیتي ځواکونه دې لاتجهیزشي

٢٥ کب ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

لغمان والي محمد آصف ننګ د کورنېو چارو وزارت له ستر امنيتي مرستيال مل پاسوال خوشحال سعادت سره د هغه د کار په دفتر کې وليدل.

د لغمان ولایت د خبرپاڼې له مخې په دغه ليدنه کې ننګ وویل: په لغمان ولايت کې امنيتي وضيعت له پخوا ډېر ښه شوی او امنيتي کمربند يې د پخوا په نسبت پراخه کړی دی.

ننګ غوښتنه وکړه چې د لغمان د امنيتي ځواکونو تجهيزاتو ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي، ترڅو په ښه ډول وکولای شي، چې د دې ولايت د خلکو امنيت لا په ښه شکل خوندي کړي.

سعادت لغمان والي ته ډاډ ورکړ، چې په نېږدې راتلوونکي کې به دې ولايت ته د امنيتي سرتېرو د زياتولو ترڅنګ پوره امنيتي تجهيزات ځانګړي کړي.

۱۲ ځله کتل شوی

.fb_iframe_widget_fluid_desktop iframe {

width: 100% !important;

}

Share on: WhatsAppThe post والي: د لغمان امنیتي ځواکونه دې لاتجهیزشي appeared first on ټاتوبی نيوز.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/والي-د-لغمان-امنیتي-ځواکونه-دې-لاتجهیز/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading