بازتاب نیوز

غني: ملکي تلفات باید صفر شي

٢٥ کب ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

په عملیاتو کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په خاطر د فوق العاده امنیتي غونډو په لړ کې ولسمشر غني په مشرۍ ، نن له غرمې مخکې غونډه جوړه شوه.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې په دې غونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوه، د هېواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو او د غوڅ ملاتړ ماموریت استازو په عملیاتو کې د ملکي تلفاتو د مخنیو په اړه خپلې طرحې د هېواد جمهوررئیس ته وړاندې او په هغه  اړه یې معلومات ورکړل.

جمهوررئیس غني د امنیتي او دفاعي بنسټونو مسوولینو ته د یادې طرحې د ښه والي په خاطر لارښوونه وکړه وې ویل، زمونږ موخه صفر ته د ملکي تلفاتو رسول دي. هغه زیاته کړه، په دغه طرحه کې دې اوږدمهاله ارزونې په پام کې ونیول شي چې سمې تطبیق شي.

د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، ټول امنیتي ارګانونه مکلف دي د هغو عملیاتو جزئیات چې د ملکي تلفاتو احتمال پکې وي پر وخت له خلکو سره شریک کړي، ترڅو په دې اړه  د معلوماتي تشې مخنیوی وشي.

د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، ټول امنیتي ارګانونه مکلف دي د هغو عملیاتو جزئیات چې د ملکي تلفاتو ادعاوې پکې شوې وي په اساسي توګه وارزوي او معلومات وړاندې کړي. هغه ټینګار وکړ، د ملکي تلفاتو په اړه د معلوماتو نه وړاندې کول د افغانستان د حکومت رهبري او خلکو ته د منلو وړ نه دي.

۲۶ ځله کتل شوی

.fb_iframe_widget_fluid_desktop iframe {

width: 100% !important;

}

Share on: WhatsAppThe post غني: ملکي تلفات باید صفر شي appeared first on ټاتوبی نيوز.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/غني-ملکي-تلفات-باید-صفر-شي/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading