بازتاب نیوز

افغانستان په خپل هوايي حریم کې د بوینګ ۷۳۷ مکس الوت ممنوع کړ

٢٥ کب ١٣٩٧ بی بی سی

افغان چارواکي وايي، بوئینګ ۷۳۷ مکس ډوله الوتکو ته د دغه هېواد له هوايي حریمه د تېرېدو اجازه نه ورکوي. د افغانستان ملکي هوايي چلند ادارې چارواکي وايي، د هېواد په هوايي حریم کې یې د بوینګ ۷۳۷ مکس الوت په ایتوپیا او اندونیزیا کې د دغه ډول الوتکو له غورځېدو وروسته ممنوع اعلان کړی دی.

افغان چارواکي وايي، بندیز د تېرې پنجشنبې پر ورځ لګول شوی او تر راتلونکي اعلان پورې به پر ځای پاتې شي.

له دې مخکې د امریکا الوتکه جوړونکي شرکت بوینګ چارواکو د چارشنبې پر ورځ اعلان وکړ، د خپلو ۷۳۷ ډوله الوتکو پر خوندیتوب باوري دي، خو په وینا یې د امریکا هوايي چلند کنټرول ادارې او د دغه هېواد ټرانسپورټي خوندیتابه چارواکو او دغه راز په ټوله نړۍ کې له خپلو مشتریانو سره له سلا مشورو وروسته په موقت ډول ټوله نړۍ کې خپلې فعالې ۷۳۷ مکس الوتکو ته د الوتو اجازه نه ورکوي.

له دې مخکې ګڼ شمېر هېوادونو په خپل هوايي حریم کې د دغه ډول الوتکو الوت ممنوع اعلان کړی و او د امریکا هوايي چلند ادارې داسې کوم بندیز نه و لګولی، خو د تېرې چهارشنبې پر ورځ د امریکا ملکي هوايي چلند ادارې وویل، د ایتوپیايي الوتکې غورځېدو له ځایه د تر لاسه شویو نویو معلوماتو له تر لاسه کولو وروسته یې پرېکړه کړې، چې ټولې بوینګ ۷۳۷ مکس الوتکې ځای پر ځای کښېنوي.

د ایتوپیا پلازمېنه ادیس ابابا کې تېره اونۍ د دغه ماډل الوتکې غورځېدو پېښه کې ۱۵۷ کسان ووژل شول.

دا د اکتوبر میاشت کې اندونیزیا کې د ورته الوتکې له غورځېدو وروسته چې ۱۸۹ کسان پکې ووژل شول، د مکس ۸ ډوله الوتکو دویمه خونړۍ پېښه وه، چې پنځه میاشتو مودې کې رامنځته شوه.

امریکا کې د بوینګ ۷۳۷ مکس ټولې الوتنې ودرول شوې

د نړۍ یوه تر ټولو ستره الوتکه له دې وروسته نه جوړېږي

ایتیوپیایۍ الوتکې لوېدلو پېښه کې ۱۵۷ کسان وژل شوي

اندونیزیا کې لوېدلې الوتکه هم بوینګ ۷۳۷ ډوله وه چې لږ ترلږه ۱۸۹ مسافر او د الوتکې عمله په کې ووژل شول.

دغه لیون ایر هغه جې ټي ۶۱۰ شمېره بوینګ ۷۳۷ مکس الوتکه د تېر کال اکتوبر پر ۲۹مه، د جاوا په اوبو کې له پورته کېدا ۱۲ دقیقې وروسته ولوېده.

بوینګ ۷۳۷ مکس څه ډول الوتکه ده؟

بوینګ د ۲۰۱۱ کال اګست کې له نوي سسټم او ماشین سره دغه ډول لومړۍ الوتکه پلور ته وړاندې کړه، چې د مکس لړۍ کې د مکس اووه، مکس اته، مکس نهه او مکس ۱۰ په نامه بڼو چمتو شوې.

دې کې ۲۳۰ پورې مسافر سفر کولای شي.

دغه ډول الوتکې له شپږو تر اوو زرو کیلومترو پورې سفر کولای شي، چې د کوچنیو یا متوسطو هوايي شرکتونو لپاره ډېرې مناسبې بلل کېږي.

دغه ډول الوتکه خورا کامیابه ثابته شوه او په څو میاشتو مودې کې له ۱۰۰ ډېرو هوايي شرکتونو له ۵۰۰۰ ډېر غوښتنلیکونه بوینګ ته واستول.

تر اوسه دغه ډول نژدې ۳۵۰ الوتکې فعالې وې یا اوس ځای پر ځای ناستې دي. د ۲۰۱۷ کال می میاشت کې د بوینګ مکس لومړۍ الوتکه د اندونیزیا لاین ایر هوايي شرکت تر لاسه کړه چې د همدې میاشتې پر ۲۲ مه یې الوت وکړ.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-47596896

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading