بازتاب نیوز

داطلاعاتو اوفرهنګ وزیرې له فیروز کوه موسسې لیدنه وکړه

٢٥ کب ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې حسينه ساپۍ نن په کابل کې دفيروزکوه دموسسې دکتنې په ترڅ کې ددغې موسسې فرهنګي کارونه يې وستايل.

په دې کتنه کې دفيروز کوه موسسې لوي رييس ددغه بنسټ دفعاليتونوپه باب معلومات ورکړل او ويې ويل چې فيروزکوه موسسې له ٢٠٠٦ ميلادي کال څخه په افغانستان کې فرهنګي فعاليتونه پيل کړي دي.

دفيروزکوه موسسې انستيتوت دحکاکۍ، دګاڼو، په لرګيو کې دکيندنې، خطاطۍ، رسامۍ، انځور ګري، ميناتورۍ ، او دسراميک په برخو کې دنجونو او هلکانو په ګډون زده کوونکي روزي.

ده زياته کړه دغه بنسټ د کابل دمراد خانيو په سيمه کې دمرادخانيو لومړنۍ ښوونځۍ جوړ کړ چې ١٢٠ تنه زده کوونکي پکې زده کړه کوي او دغه راز دفيروزکوه دموسسې له خوا په دې سيمه کې يو روغتيايي کلينيک هم جوړ شوى دى . چې دسيمې بې وزلو خلکو ته روغتيايي خدمتونه په وړيا ډول وړاندې کوي.

دفيروز کوه دموسسې عمومي رييس څرګنده کړه چې تراوسه پورې ددغه موسسې له خوا داستوګنې ١٥٠ کورونه دتاريخي اصالت په ساتنې سره مرمت اوترميم شوي دي.

ده وويل چې ددغې موسسې دزده کوونکودلاسي صنايعو توليدات او هنري اثار دنړۍ په يوشمېر هېوادونو کې نندارې ته وړاندې شوي دي او دهغو له پلورنې څخه اووه مليونه امريکايي ډالره لاسته راغلي دي.

حسينه ساپۍ دفيروزکوه موسسې او دنړيوالو بنسټونو فرهنګي کارونه چې په افغانستان کې په فرهنګي برخو کې همکاري او ملاتړ کوي مننه وکړه.

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې دافغاني فرهنګ په معرفي کولو کې دسيمې په کچه دفرهنګي نندارتونونو جوړول ارزښتناک وبلل او ويې ويل دافغاني اصيل فرهنګ دتنوع ، وده اوبډاينه داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له کاري لومړيتوبونو څخه ده چې تريو چتر لاندې په هېواد کې دبېلابېلو قومونو دملي وحدت ښکارندوي دي .

دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې ټينګار وکړ چې په هغو فرهنګي نندارتونونوکې چې ددغه وزارت له خوا جوړيېږي دفيروز کوه موسسې ته هم بلنه ورکوو چې خپل فرهنګي کارونه په دغه شان نندارتونونو کې نندارې ته وړاندې کړي .

۱۴ ځله کتل شوی

.fb_iframe_widget_fluid_desktop iframe {

width: 100% !important;

}

Share on: WhatsAppThe post داطلاعاتو اوفرهنګ وزیرې له فیروز کوه موسسې لیدنه وکړه appeared first on ټاتوبی نيوز.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/داطلاعاتو-اوفرهنګ-وزیرې-له-فیروز-کوه-م/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading