بازتاب نیوز

ایران هند او پاکستان ترمینځ د تاوتریخوالی سوله ایز اوارې غواړی

٢٥ کب ١٣٩٧ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: د ایران د خارجه وزیر سیاسی مرستیال سید عباس عراقچی د دې خبرې په کولو سره چی ایران او پاکستان ګاوڼدیان او دوه نږدې ملګری دی ، وویل د پاکستان د خارجه وزیر له مرستیالې میرمن تهمینه جنجوعه سره ټیلی فونی خبرې وشوې او په دغو خبرو کې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په شمول په ټولو زمینو کې د ملګرتیا د پیاوړتیا لپاره موافقه وشوه .

د پاکستان او هندوستان اړیکی د فرورۍ په ۱۴ نیټه د هند تر کنټرول لاندې په کشمیر کې د جیش محمد د ترهه ګرې ډلې لخوا په حملې پسې پیل شو چی په دغه حمله کی ۴۴ هندی عسکر وژل شوی وو .

هند باوری دی چی پاکستان له جیش محمد تر هه ګرې ډلې ملاتړ کوی خو پاکستان دهند دغه ادعا رد کړی ده .

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/world/ایران-هند-او-پاکستان-ترمینځ-د-تاوتریخو/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading