بازتاب نیوز

ملي د فاع وزارت: د تهاجمي عملیاتو او هوایي بریدونو پرمهال یې د هېواد په بیلا بیلو برخو کې ۹۴ ترهګر وژلي دي

٢٥ کب ١٣٩٧ د خامه پرس خبری آژانس

د افغانستان ملي د فاع

وزارت وایي، د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د دښمن ځالو د لمنځه وړلو او د کواښونو د دفع

کولو په مخه  ۷۹ کومانډویي دندې او ۱۳

هوایي بریدونو ترسره شوي دي چې په پایله کې یې ۹۴ ترهګر وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان

شوي دي.

د د فاع وزارت د اعلامیې

له مخې دغه هوایي بریدونه او تهاجمي عملیات په لغمان،

خوست، لوگر، پکتیکا، پکتیا، ارزگان، زابل، بادغیس، فراه، بلخ، بغلان، جوزجان  او هلمند ولایتونو

کې ترسره شوي دي.

د خبر پاڼې په حواله د

باعیس په بالا مرغاب ولسوالۍ کې ۵۱ طالب جنګیالي وژل شوي او لسګونه میله وسلې او

مهمات له منځه وړل شوي، دغه راز د ارزګان په مرکز او دهراود ولسوالۍ کې ۲۱ طالب

وسله وال وژل شوي او دوه د وسلو زیرمتونونه یې له منځه وړل شوي دي.

خبر پاڼه زیاتوي چې د

پکتیکا ولایت په ګومل کې ۶ طالب وسله وال، د بلخ ولایت به چمتال کې ۷ طالب وسله

وال د فراه ولایت په مانده ګار کلي کې ۶ طالب جنګیالي، د زابل ولایت په ارغند آب

ولسوالۍ کې ۲ طالب وسله وال او په سربل ولایت کې ۲ نور طالب جنګیالي وژل شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي،

په دغو نښتو د امنیتي ځواکونو دوه سر تیري وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي ډي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/19428

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading