بازتاب نیوز

په ننګرهارکې بې وزله کورنیو ته په ۴۵ میلیونه افغانیو هګۍ ورکونکي چرګان وېشل کیږي

٢٥ کب ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

ننګرهار کې د غذایي خوندیتوب پروګرام د ۴۵ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه بې وزله کورنیو ته د هګېو اچوونکو چرګانو مرسته ورکوي.

په خیتځ کې د این ایچ ال پي د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروژې د برخې مسول رحمت ګل سیرت وایي،د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې د غذایي خوندیتوب په موخه بې وزله ښځو ته۳۰ قطعې د هګېو اچوونکې چرګانو مرسته ترسره کېږي.

نوموړی زیاتوي، له دوه زره دیارلسم کال راهیسې بې وزله میرمنو سره د هګۍ اچوونکو چرګانو مرستې لړۍ پیل کړې،چې سږ کال به ۱۵ سوه بې وزله میرمنو سره د زرګونو هګۍ اچوونکو چرګانو مرسته ترسره کړي .

د نوموړي په وینا د ننګرهار په څلورو ولسوالیو کې د دیرش قطعې د هګیو اچولو چرګانو او په دره نور او کوز کونړ ولسوالیو کې د غوښینو چرګانو تولیدونکو پروژې لري،چې پنځوس میرمنو د ورکړې په موخه یې ځآنګړي کړي دي .

په خیتځ کې د این ایچ ال پي پروګرام د چرګانو د روزنې او تولید د برخې مشره نجیب اسحاق زی وایي، زرګونو میرمنو ته یې د کورني چرګانو فارمونو د ساتنې په موخه د عامه پوهاوي پروګرامونه پلي کړي آو اوس میرمنې کولای شي له دې لارې غذایي خوندیتوب او اقتصادي ژوند خوندي کړي.

هغه زیاتوي،د چرګانو په دې مرسته کې له هرو دیرش قطعي چرګانو سره خوراکي توکې او نور اړین وسایلو مرسته هم کړې ده .

هغه میرمنې چې د چرګانو مرسته یې تر لاسه کړې،له مرستې خوښ دي او له حکومت څخه د ورته نورو مرستو د ترسره کېدو غوښتنې کوي .

۲ ځله کتل شوی

.fb_iframe_widget_fluid_desktop iframe {

width: 100% !important;

}

Share on: WhatsAppThe post په ننګرهارکې بې وزله کورنیو ته په ۴۵ میلیونه افغانیو هګۍ ورکونکي چرګان وېشل کیږي appeared first on ټاتوبی نيوز.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/په-ننګرهارکې-بې-وزله-کورنیو-ته-په-۴۵-میل/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading