بازتاب نیوز

هلمند؛ د سنګوري اربکيانو عمومي قومندان وژل شوی

٢٥ کب ١٣٩٧ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵کب، ۱۳۹۷ل): د هلمند ولايت په مرکز لښکر ګاه ښار کې د هلمند د سنګوري اربکيانو قومندان د طالبانو په يو بريد کې وژل شوی دی.

د طالبانو ویاند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې د هلمند ولايت مرکز لښکر ګاه ښار اړوند د لومړۍ حوزې په سيمه کې د هلمند د امنيت اړوند د اربکيانو عمومي قومندان په يو تاکتيکي بريد کې وژل شوی دی.

احمدي وايي چې ياد قومندان چې قدرت الله نوميده او په حاجي اکا مشهور و په يوې تکتيکي چاودنه کې له خپل يو ساتونکي سره وژل شوی دی او درې تنه نور ټپيان شوي دي.

د هلمند سيمه ييزو خبريالانو هم د نوموړي وژنه تائيد کړې ده خو دولتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

قدرت الله چې په هلمند ولايت کې د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو اړوند د سنګوري اربکيانو قومندان و په سيمه کې يې خلکو له ناوړه چلند څخه ډېر شکايتونه درلودل.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/141212/%D9%87%D9%84%D9%85%D9%86%D8%AF%D8%9B-%D8%AF-%D8%B3%D9%86%DA%AB%D9%88%D8%B1%D9%8A-%D8%A7%D8%B1%D8%A8%DA%A9%D9%8A%D8%A7%D9%86%D9%88-%D8%B9%D9%85%D9%88%D9%85%D9%8A-%D9%82%D9%88%D9%85%D9%86%D8%AF%D8%A7/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading