بازتاب نیوز

د بولان د ځنګل تخریب شوي سیمې بیارغول کیږي

٢٥ کب ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې د بولان فارم د طبیعي ځنګلونو هغه سیمې، چې تخریب شوي او یا له منځه تللي دي د بیا رغولو چارې پیل شوي دي.

د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، د بولان د طبیعي ځنګلونو ۱۷ هکټاره سیمې، چې په تېرو کلونو کې سوځېدلې او یا د مختلفو عواملو له امله له منځه تللې دي بیارغول کیږي.

دښاغلي الکو په خبره، د هغو سیمو د هوارولو چارې بشپړ شوي دي، چې د ځنګل دبیاروغولو په پار په کې نیالګي اېښودل کیږي.

باید وویل شي، چې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د بولان طبیعي ځنګل یوازنۍ ځنګل دی، چې د سیمې د سمسورتیا او ازرغونتیا، د هوا د ککړتیا د مخنیوي او ددې ولایت اوسیدونکو لپاره د تفریح په برخه کې ځانګړې ځای لري.

۱۷ ځله کتل شوی

.fb_iframe_widget_fluid_desktop iframe {

width: 100% !important;

}

Share on: WhatsAppThe post د بولان د ځنګل تخریب شوي سیمې بیارغول کیږي appeared first on ټاتوبی نيوز.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/د-بولان-د-ځنګل-تخریب-شوي-سیمې-بیارغول-کی/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading