بازتاب نیوز

د زړه له سکتې د مخنیوې آسانه لاري

٢٥ کب ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

یوې څیړنې ښودلې چې د ماهیانو دوامداره خوراک د زړه د ودریدو(سکتې) مخنیوی کوي.

څیړنه چې د سویډن د کارولینسکا پوهنتون تر سره کړې ښیي چې، هغه څوک چې په اونیزه توګه د ماهیانو خوراک کوي دهغو په پرتله چې هیڅ ماهیان نه خوري د زړه د ودریدو امکان ۱۲ سلنه کم ښودل شوی.

څیړونکي وایي چې په ماهي کې د ‹‹ اومیګا۳›› په نامه پروتيني ماده په زياته اندازه موندل کيږي چې د زړه د سکتې لاملونه تر ډيره له منځه وړي،

د اومیګا۳ دغه ماده همداراز د وينې پر فشار او پر کولسترول باندې هم مثبت اغیز ښندي.

د څیړونکو ډلې ویلي چې په اونۍ کې دوه یا درې ځله د ماهیانو خوراک نورې ګټې هم لري چې د زړه د ضربان د مخنیوي او همداراز د ویتامینونو په درلودلو سره انسان د روغې سټې څخه برخمن کوي.

څیړنې ښیي چې په دوامداره توګه د ماهي خوراک او همداراز د سپورت کول هغه څه دي چې د زړه ټکانونه په یو مخیزه توګه له منځه وړي

۲۴ ځله کتل شوی

.fb_iframe_widget_fluid_desktop iframe {

width: 100% !important;

}

Share on: WhatsAppThe post د زړه له سکتې د مخنیوې آسانه لاري appeared first on ټاتوبی نيوز.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/د-زړه-له-سکتې-د-مخنیوې-آسانه-لاري/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading