بازتاب نیوز

خلیلزاد: که له افغانستان څخه راوتلو، له ناټو او متحدینو سره یو ځای راوځو

٢٥ کب ١٣٩٧ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ کب، ۱۳۹۷ل): د افغان سولې لپاره د امریکا  د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» وايي، که له افغانستان څخه راوتلو د ناټو له سازمان او خپلو متحدینو سره به یو ځای راوزو.

زلمي خلیلزاد دغه څرګندونې  په خپل ټويټر لیکلي، د نوموړي په خبره «له لومړۍ ورځې له ناټو او متحدینو سره ګډ کار کول زمو ږ لومړیتوب دی، موږ افغانستان ته یو ځای راغلو، دلته مو خپل شتون منظم کړ او که چېرې تلو د افغانستان او خپل امنیت او سولې په موخه به په ګډه دا هیواد پرېږدو».

یاده دې وي چې، زلمی خلیلزاد دغه څرګندونې  له طالبانو سره تر پنځم پړاو خبرو پای ته رسېدو څو ورځې وروسته کوي، که څه هم ددې خبرو  ډېر جزئیات رسنیز نشول خو ددې مذاکراتو تر پای ته رسېدو وروسته خلیلزاد په خپل ټویټر ولیکل چې، د امریکايي عسکرو ایستل او له افغان خاورې څخه امریکا او متحدینو ته یې خطر نه پېښېدل هغه دوه مهم ټکي وو چې دواړو لوریو ورباندې توافق کړی.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/141215/%D8%AE%D9%84%DB%8C%D9%84%D8%B2%D8%A7%D8%AF-%DA%A9%D9%87-%D9%84%D9%87-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%DA%85%D8%AE%D9%87-%D8%B1%D8%A7%D9%88%D8%AA%D9%84%D9%88%D8%8C-%D9%84%D9%87/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading