بازتاب نیوز

هغه عام عادتونه چې روغټیا ته ضرر رسوي

٢٥ کب ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

ځینې داسې عادتونه وي چې موږ ته هیڅ زیان رسوونکي نه ښکاري خو د وخت په تیرېدو سره زموږ بدن ته زیان رسوي. دا عادتونه دومره بې ضرره ښکاري چې څوک فکر هم ورته نه کوي خو وروسته د همدې عادتونو له امله روغتیا ته زیان رسیږي.

لاندې ځینې هغه عام عادتونه دي چې روغتیا ته زیان رسوي.

نوکان خوړل

ځینې کسان موږ وینو چې د عادت له مخې خپل نوکان خوري (په غاښو یې پرېک کوي). دغه عادت نوکانو ته د زیان رسوي؛ همدارنګه په نوکانو کې موجود جراثیم د بدن په نورو برخو کې خوریږي چې له امله یې د تنفس د نظام او نورو ناروغیو سبب جوړیږي. دا عادت غاښونو ته زیان رسوي او د نوکانو تر څنګ د غاښونو د ماتېدو لامل هم ګرځي.

ډیرې ژاولې ژوول

کیدای شي تاسو د سا او خولې د بوی لیري کولو یا د ذهني کشمکش د کمولو لپاره هر وخت ژاولې په خوله کې اړوئ او را اړوئ؛ خو دا عادت دا زیان لري چې پر ژامو (زامه) باندې ډیر فشار یا زرو راځي چې له امله یې د ژامو درد او تکلیف پیدا کیږي. د ژاولو ډير ژوول په معده کې هوا ډیروي چې کیدای شي د معدې ناروغۍ ورنه پیدا شي.

ټوله ورځ د کمپیوټر مخ ته کېناستل

روغتیا پوهان وایي چې نن سبا ډیری خلک له ۷ نه تر ۸ ساعتونو پورې د کمپیوټر سکرین (پردې) ته په ناسته تیروي چې له امله یې د سترګو تکلیف پیدا کیږي. که غواړئ چې د سترګو تکلیف درته پیدا نه شي نو هر ۲۰ دقیقې وروسته له تاسو نه ۲۰ فټه لیري یو څیز ته وګورئ؛ په دې سره په سترګو باندې فشار کمیږي او د سترګو خارش او خشکي (وچوالی) کموي.

ډیر زیات کېناستل

ټوله ورځ په ناسته تیرول او له ځایه نه ښورېدل هم روغتیا ته زیان رسوي. دا عادت د چاغښت، ذیابیطس، د وینې د لوړ فشار، ژر بوډاکېدل، کینسر او د نورو ناروغیو لامل کیږي.

په چوکۍ باندې د ناستې په وخت کې یوه پښه پر بله اړول

په یوه څېړنه کې ویل شوي چې په چوکۍ (کرسي) باندې د ناستې په وخت کې یوه پښه، پر بله اړول د وینې د فشار د لوړېډو سبب ګرځي.همداراز په دې ډول ناستې سره د ملا او غاړې درد پیدا کیږي؛ د څیړنې له مخې د یوې پښې په بلې باندې اړولو سره پښه ویده کیږي ځکه چې د پښو په شریانو باندې فشار زیاتیږي او له همدې وجې پښه د یوې یا دوو دقیقو لپاره ویده او یا هم فلج کیږي.

د ناستې په وخت کې یوه پښه پر بله اړول؛ روغتیا ته ګټه رسوي که زیان؟

ګډوډ خوب

روغتیاپوهان وايي منظم او پر وخت خوب د جسماني، فکري او فزیکي چارو د ترسره کولو له پاره خورا مهم او اړین دی. نو هغه کسان چې د شپې تر ناوخته ویښ وي، یا ټلویزون ګوري او یا په نور چارو ځان له خوبه باسې دا يې روغتیا ته ګڼې ناروغۍ پیدا کولای شي.

د روغتیا پوهانو په خبره، بالغ افراد باید تر ۶ ساعته کم خوب ونکړي.

د تشو بولو نیول (تشې بولې ژر نه کول)

روغتیا پوهان وايي، د تشو متیازو په خپل وخت نه کول او د څه شیبې یا څه وخت له پاره ټینګول يې د انسان مثانې او بډوډو ته زیان اړوي.

د پرفیوم (عطرو) کارول

د عطرو کارول ضروري دی خو ځینې عطرونو کې د تیز بوی پیدا کولو لپاره چې کوم ارزانه څیزونه کارول کیږي هغه روغتیا ته ځان رسوي. عطرونو کې د تیز بوی پیدا کولو لپاره چې کوم اجزاء کارول کیږي له امله یې خوا ګرځیدل (قی) د سر ګرځیدل، د سترګو ستوني او بدن کې د خارش ناروغۍ پیدا کیدای شي.

۲۳ ځله کتل شوی

.fb_iframe_widget_fluid_desktop iframe {

width: 100% !important;

}

Share on: WhatsAppThe post هغه عام عادتونه چې روغټیا ته ضرر رسوي appeared first on ټاتوبی نيوز.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/هغه-عام-عادتونه-چې-روغټیا-ته-ضرر-رسوي/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading