بازتاب نیوز

د سولې ولسي حرکت: پاکستان دې پر افغان خاوره بريدونه ودروي

٢٥ کب ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د سولې ولسي حرکت غړو تورخم کې لاريون وکړ او له پاکستان يې وغوښتل چې پر ننګرهار او کونړ دې خپل بريدونه ودروي.

دوی وايي، په تېر ژمي پر کونړ او ننګرهار کې د پاکستان توغنديز بريدونو له امله بې ځايه شوي تر اوسه ستونزو کې ژوند کوي.

د ننګرهار د شينوارو او مومندو قوم سلګونه ځوانانو او قومي مشرانو هم د دغه حرکت ملتيا کوله او د سولې غوښتنې په تړاو یې هم خپل پيغامونه له رسنيو سره شريک کړل.

 د سولې ولسي حرکت وياند بسم الله وطندوست وايي، د دغه سفر موخه يې په صفري نقطه کې د پاکستاني بريدونو د غندنې غږ پورته کول دي.

۱۱ ځله کتل شوی

.fb_iframe_widget_fluid_desktop iframe {

width: 100% !important;

}

Share on: WhatsAppThe post د سولې ولسي حرکت: پاکستان دې پر افغان خاوره بريدونه ودروي appeared first on ټاتوبی نيوز.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/د-سولې-ولسي-حرکت-پاکستان-دې-پر-افغان-خا/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading