بازتاب نیوز

ايران: د افغانانو په مالکيت د سولې له خبرو ملاتړ کوو

٢٥ کب ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د افغانستان سولې عالي شورا وايي، ايران ژمنه کړې چې د افغان سولې د ټولو هغو خبرو ملاتړ کوي چې د افغانانو په مالکيت ترسره کېږي.

ددغه شورا مرستیال ویاند اسد الله بارکزی وایي، د سولې عالي شورا باوري ده، چې ایران د افغان سولې او مخامخ مذاکراتو په برخه کې د پام وړ رول لوبولی شي.

 دده په وینا ایران د افغانستان ګاونډی دی او له طالبانو سره په اړیکه کې دی.

بارکزی زیاتوي چې ایراني چارواکو له افغان پلاوي سره د سولې په برخه کې د هر اړخیزو مرستو ژمنه کړې ده.

۱۲ ځله کتل شوی

.fb_iframe_widget_fluid_desktop iframe {

width: 100% !important;

}

Share on: WhatsAppThe post ايران: د افغانانو په مالکيت د سولې له خبرو ملاتړ کوو appeared first on ټاتوبی نيوز.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/ايران-د-افغانانو-په-مالکيت-د-سولې-له-خب/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading