بازتاب نیوز

ټرمپ د کانګرس طرحه رد کړه

٢٥ کب ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اضطراري حالت د پای ته رسولو په اړه د کانګرس طرحه رد کړه.

د امریکا کانګرس د ۵۹ موافقو او ۴۱ مخالفو رایو پر مټ د اضطراري حالت د رد طرحه تصویب کړه، خو ولسمشر یې له تایید ډډه وکړه او د رد له صلاحیت یې کار واخیست.

ټرمپ وایي تر هغه به اضطراري حالت پای ته و نه رسوي، چې کانګرس له مکسیکو سره پر پوله ددیوال جوړولو پیسې ور نه کړي.

خو د امریکا کانګریس ددغه پیسو له ورکړې ډډه کوي، چې په مقابل کې یې ټرمپ اضطراري حالت اعلان کړی دی او څه باندې یوه میاشت کېږي چې فدرالي حکومت تړل شوی دی

۱۵ ځله کتل شوی

.fb_iframe_widget_fluid_desktop iframe {

width: 100% !important;

}

Share on: WhatsAppThe post ټرمپ د کانګرس طرحه رد کړه appeared first on ټاتوبی نيوز.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/ټرمپ-د-کانګرس-طرحه-رد-کړه/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading