بازتاب نیوز

ننګرهاري خبریالان: خوندیتوب غواړو

٢٥ کب ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر په کوربتوب د دې ولايت خبريالانو په خوست او هلمند کې پر خبريالانو وروستي بريدونه وغندل او دغه راز يې د خپل امنيت خونديتوب غوښتنه وکړه.

دوی ويل يادو بريدونو دا څرګنده کړه چې د هېواد هېڅ برخه کې خبريالان خوندي نه دي او حکومت يې بايد د خونديتوب لپاره منظم پروګرامونه رامنځته کړي.

په تېرو څو ورځو کې هلمند کې د سباوون په نوم د يو خصوصي تلويزيون خبريال نثار احمد احمدي په يو چاودنه کې ټپي شوی او پرون په خوست کې د ژمن په نوم د يو بل خصوصي تلويزيون خبريال سلطان محمود خيرخوا د وسله والو په بريد کې تر ټپي کېدو وروسته ووژل شو.

ننګرهار کې د بېلابېلو رسنيو خبريالان د کب په ۲۵مه د دغه ولايت د رسنيو دفتر کې ورټول شوي و او دغه دواړه پېښې يې په کلکو ټکو وغندلې.

په ختيځ کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر شيرشاه همدرد وويل، په خبريالانو دا ډول بريدونه د دې څرګنداوی کوي چې ۲۰۱۹ کال هم د خبريالانو لپاره يو خونړی کال ثابت شي.

نوموړي دغه راز په ننګرهار کې د انعکاس په نوم د يو خصوصي تلويزيون د تښتول شوي مشر انجينر زلمي لطيفي په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه چې تر دې دمه را خلاص نشو.

ختيځ کې د پژواک خبريال يوسف ظريفي وويل، ننګرهار کې خبريالان د وسله والو د تهديدونو تر څنګ د مافيايي کړيو او خپله يو شمېر حکومتي مسئولينو له لورې هم ګواښ سره مخ دي.

د طلوع نيوز خبريال زيار ياد په جګړه کې ښکېلو ډلو او مافيايي کړيو باندې غږ وکړ چې د خبريالانو د کارونو پر وړاندې له خنډ رامنځته کولو لاس واخلي او دوی پرېږدي چې په بې پرې توګه د خپل ولس غږ ته انعکاس ورکړي.

د ننګرهار والي وياند عطاء الله وويل، چې دوی له خبريالانو سره ښه همغږي لري او تل يې د هغوی د امنيت لپاره هلې ځلې کړې دي.

هغه د يو خصوصي تلويزيون د تښتول شوي مشر د خلاصون په اړه وويل: ((موږ په دغه برخه کې غلي نه يو، تر اوسه مو ۱۷ جلسې کړي، د هغه د کورنۍ له غړو، خبريالانو او امنيتي ځواکونو سره ، هيله مندي دا ده چې موږ انجينر زلمی ژوندی خپلې کورنۍ سره يوځای کړو.))

تر دې وړاندې هم څو ځلې د ننګرهار خبريالانو د خپل امنيتي خونديتوب په اړه اندېښنې شريکې کړې دي.

۰ ځله کتل شوی

.fb_iframe_widget_fluid_desktop iframe {

width: 100% !important;

}

Share on: WhatsAppThe post ننګرهاري خبریالان: خوندیتوب غواړو appeared first on ټاتوبی نيوز.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/ننګرهاري-خبریالان-خوندیتوب-غواړو/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading