بازتاب نیوز

ننګرهاروالي په ایران کې د کیوکیشن کراټې د سیالۍ ګټونکي وستایل

٢٥ کب ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

 

ننګرهار والي شاه محمود میاخیل  د دې ولایت په مقام کې د کیوکیشن کان کراټې هغه څلور لوبغاړي د ستاینلیکونو په ورکړې سره وستایل،چې څه موده وړاندې په ایران هېواد کې د ۱۴ هېواونو په منځ کې دویم مقام خپل کړی وو.

نوموړي خوښي وښوده،چې د څوارلس هېوادونو په منځ کې د افغانستان په استازیتوب د دې ولایت څخه عادل مومند، ادریس افغان،نصیر الله اتل او زیرستان ګردیوال د خپلو سیالانو سره ولوبیدل او په ترڅ کې یې دې هېواد ته د دویم مقام ګټلو افتخار ور په برخه کړ.

هغه د یادې بریا له امله ټولو هېوادوالو په ځآنګړي ډول لوبغاړو ته مبارکي ورکړه او ترې مننه وکړه،چې پخپلو هڅو یې د افغانستان بیرغ د اسیا د څوارلس هېوادونو په منځ کې پورته او ځلاند وساته .

د کیوکیشن کان فدراسیون مشر خان محمد کاکړ او ویاند قدرت الله شکیب د لوبغاړو د ستاینې له امله د ننګرهار والي څخه مننه وکړه او همدا راز په یو شمیر برخو کې خپل وړاندیزونه هم شریک کړل،چې ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

۷ ځله کتل شوی

.fb_iframe_widget_fluid_desktop iframe {

width: 100% !important;

}

Share on: WhatsAppThe post ننګرهاروالي په ایران کې د کیوکیشن کراټې د سیالۍ ګټونکي وستایل appeared first on ټاتوبی نيوز.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/ننګرهاروالي-په-ایران-کې-د-کیوکیشن-کراټ/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading