بازتاب نیوز

طالبانو په خپل لګښت ۱۸ پلچکونه او «۱۰» کیلومتره سرک رغولی

٢٦ کب ١٣٩٧ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ کب، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي، په فراه ولایت کې یې د ولس په  همکارۍ  او خپل مالي لګښت باندې «۱۸» پلچکونه رغولي او «۱۰» کیلومتره سرک یې ترمیم کړی.

د طالبانو په وینا دا کار یې د عامو خلګو د هوساینې او هغوی ته د تګ راتګ په برخه کې د اسانتیا جوړولو په موخه کړی.

د طالبانو ویاند «قاري یوسف احمدي» په دې اړه په خپل ټويټر لیکلي «دافغانستان اسلامي امارت په خپل مالي لګښت دفراه فراهرود، تودنک اوعبدالله خیلوسیموکي۱۸پلچکان جوړکړل اولسي خلګوته یي دخپلومریضانودرسولواونورومشکلاتوپروخت دموټرودتګ راتګ اسانتیاوي برابرې کړي».

احمدي زیاتوي «همدارنګه دګلستان ولسوالۍپه مربوطاتوکي یې هم داولس په همکارۍ۱۰کیلومتره مواصلاتي سړک ترمیم کړ».

یاده دې وي چې طالبانو په دې وروستیو کې د عام المنفعه کارونو په برخه کې د پام وړ زیاتوالی راوستی، دوی تر دې وړاندې  په کندز، پکتیکا او ګڼو نورو ولایتونو کې هم سرکونه او پلچکونه رغولي او ګټې اخستنې ته یې سپارلي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/141227/%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%A7%D9%86%D9%88-%D9%BE%D9%87-%D8%AE%D9%BE%D9%84-%D9%84%DA%AB%DA%9A%D8%AA-%DB%B1%DB%B8-%D9%BE%D9%84%DA%86%DA%A9%D9%88%D9%86%D9%87-%D8%A7%D9%88-%DB%B1%DB%B0-%DA%A9/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading