بازتاب نیوز

لغمان:په الینګار کې چاڼیز عملیات پیل شول

٢٦ کب ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې د ملي اردو په مشرۍ د وسله والو د ځپلو او داډمن امنیت په موخه د سیلاب یو نمبر ۱۴ په نوم ګډ چاڼیز عملیات پیل شول.

د لغمان ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې دا عملیات پرون د شنبې په ورځ سهار وختي لغمان ولایت کې د لومړۍ پلې لیوا په مشرۍ له ملي، سیمه ییزو،ملي اردو، توپچي او هوایي ځواکونو په ملتیا د الینګار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سیلاب یو نمبر ۱۴ په نوم پیل شول.

په دغو پنځو ورځنیو عملیاتو کې به د الینګار ولسوالۍ ګڼې سیمې له وسله والو پاکې او ولسونو ته به د ډاډمن امنیت فضا حاکمه شي.

د وسله والو د نابودولو په موخه پیل شوي عملیات په بریالیتوب سره روان دي او ډیری سیمې د دښمن له شتون څخه پآکې شوي دي.

د لغمان والي او د نظامي شورا رئیس محمد اصف ننګ ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه کړې چې په پیل شویو عملیاتو کې پوره دقت څخه کار واخلي.

۱۷ ځله کتل شوی

.fb_iframe_widget_fluid_desktop iframe {

width: 100% !important;

}

Share on: WhatsAppThe post لغمان:په الینګار کې چاڼیز عملیات پیل شول appeared first on ټاتوبی نيوز.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/لغمانپه-الینګار-کې-چاڼیز-عملیات-پیل-شو/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading