بازتاب نیوز

زرګونو کسانو نن د کرويشيا په پلازمېنه زګرب کې مظاهره وکړه

٢٦ کب ١٣٩٧ کندهار ملي راډیو تلوېزیون

زرګونو کسانو نن د کرويشيا په پلازمېنه زګرب کې مظاهره وکړه.

دوى له چارواکو د زورزياتي د پېښو په وړاندې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

دغه مظاهرې وروسته له هغې پيل شوې چې په پاګ ټاپو کې يوه پلار خپل څلور ماشومان د څلور منزله ودانۍ له لوړ منزل څخه لاندې واچول.

دغه ماشومان چې عمرونه يې د درېيو او اتو کلونو ترمنځ دي، سخت ټپيان شوي دي.

مظاهره چيانو په ښوونځيو کې د تعليم د کيفيت ښه کولو او د زورزياتي د پېښو په وړاندې د مبارزې لپاره دولتي مامورانو ته د نورې روزنې غوښتنه وکړه.

په پلازمېنه زګرب کې صدراعظم اندري پلين کوويچ چې په مظاهره کې يې برخه درلوده، وويل چې په دې برخه کې اقدام ته چمتو دى.

د روېټرز اژانس په حواله، له ٢٠١٢ څخه تر ٢٠١٧ میلادي کاله پورې ٩٠ ښځې د هغوى د خاوندانو، پخوانيو مېړونو يا دوى ته د نږدې کسانو له خوا وژل شوي دي.

The post زرګونو کسانو نن د کرويشيا په پلازمېنه زګرب کې مظاهره وکړه appeared first on کندهار ملي راډیو تلوېزیون.

اصلي اړیکې: https://kandahar-tv.com/2019/03/زرګونو-کسانو-نن-د-کرويشيا-په-پلازمېنه-ز/

د اصلي پاڼې خلاصول

کندهار ملي راډیو تلوېزیون په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading