بازتاب نیوز

مزار شریف ښار کې ځینې انتیک پلورونکي او د سینګار څېزونو هټۍ وال، د پېر او پلور د نشتون له امله سر ټکوي

٢٦ کب ١٣٩٧ د خامه پرس خبری آژانس

د دودیزو اسبابو او انتیکو څېزنو د پېر و پلور نشتون د زمزار شریف ډېری هټۍ وال اندیښمن کړي دي.

دغه هټۍ وال اندیښنه ښيي چې له څو کلونو

راهیسي د وطني انتیک او سینګار څیزونو، پلور په بیساري توګه مخ په کمیدو دی.

غلام سخي ۲۰ کاله کیږي چې، دټغرونو

بیلابیل ډولونه، لیمڅي او اصیل وطني شالونه پلوري، ده وویل چې کار یې څو کاله مخکې

ډېر په خوند روان وو، ګټه پکې وه، خو اوس یې په کار او بار کې هغه ګټه وټه نشته.

غلام سخي په دې اړه چې ولې دودیز او انتیک

سینګار څېزونه نه خرڅیږي وویل:

“پلاستیکي

فرشونه، ګازي بې کیفیته او یوځل مصرفه غالۍ په ارزانه بیه له نورو هېوادونو څخه افغانستان

ته را وړلې کیږي، چې زمونږ د دویزو اصیلو څېزونو په خرڅلاو یې ډېره بده اغیزه

ښیندلې ده”.

ده وویل چې بهرنۍ غالۍ له افغاني غالۍ سره

په هیڅ صورت د پرتلنې وړ نه ده، زمونږ د هېواد ټغرونه او غالۍ د پسونو له وړویو

څخه اوبدلې کیږي چې خورا لوړ کیفیت او پایښت لري.

صوفي عبدالفغار پرواني یو بل هټۍ وال دی

چې کلونه کیږي په مزارشریف ښار کې انتیک جنسونه او سینګار څیزونه پلوري، هغه په

خپله هټۍ کې پخواني لوزام او ډېر تاریخي اجناس د خلاڅلاو لپاره نندارې ته ایښي دي.

صوفي عبدالغفار هم د پېر او پلور له نشتون

څخه سر ټکوي وايي:

“په

یوه میاشت کې ۸ زره افغانۍ سودا هم نه کیږی، که بازارونه دغسې مخ  په ځوړ وي، دغه کسب او کار به حتما لمنځه ولاړ

شي او زما په څېر به زما همسلکان دغه کار او بار پریږدي”.

ده زیاته کړه:” زما په هټۍ کې د هېواد د کانونو اصیل غمي

او ګوتمۍ شته، ارزښمندې او تاریخي پخوانۍ تیږې هم لرم خو ډېر لږ مشتر یان راته راځي

او دغه توکي په ډېره ارزانه بیه را څخه غواړي”.

هغه وایي، بدلې ګوتمۍ چې له دړې، اوسپنې،

د شیشې له غميو او پلاستیک څخه جوړیږي بازارته را وړلې شوې او په ډېره ارزانه بیه

خرڅیږي.

عبدالغفار له حکومتي مسولینو څخه غواړي چې

په دې برخه کې پاملرنه وکړي تر څو یې کسب او کار ښه شي.

په دې توګه هغه مشتریان چې د دودیزو

سینګاريزو زیوراتو هټیو ته سر ورښکاره کوي وایي، دویز سینګار څیزونه د هېواد د

اصیل کلتور یوه څنډه ده باید د فرهنګ دغه څنډه له هیریدنې وژغورله شي.

نجیب الله د کوتمیو له یوې هټۍ څخه ځان ته

یوه ګوتمۍ اخیستې ده. هغه وایي، ګوتمۍ یو ښه څېز دی ښکلې ښکارې په ګوته کول یې یو

زوق  دی، د هغه خوښیږي چې د لاسونو د ښکلا

لپاره ګوتمۍ په لاس کړي.

کمال الدین بل هټۍ وال دی چې  غمي، ګوتمۍ، لاسبندونه، غوږوالۍ، غاړه کۍ،

تسبیح او پخواني لوښي پلوري.

دی د خپل کار اوبار په اړه وايي، که یې هټۍ

ته ۲۰ کسان ورشی ۱۵ یې خامخا نندارچیان دي. له یوه کاله راپه دېخوا یې چندان ګټه وټه

نشته، دی د دې څېزونو د نه پلورل کیدو علت د خلکو ناسم اقتصادي وضعیت ګڼي.

سراج الدین انتظار / خامه پرس /  مزارشریف

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/19438

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading