بازتاب نیوز

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د دارالانشاء د غړو ګډه غونډه وشوه

٢٦ کب ١٣٩٧ د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د دارالانشاء د غړو ګډه غونډه وشوه

د کمیشنرانو، او د دارالانشاء د ریس او مرستیالانو او د دارالانشاء د لسګونو ریاستونو تر منځ د لا ښې همغږۍ په موخه د کب په شلمه د دوشنبې پر ورځ ګډه غونډه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په مقر کې وشوه.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون غړو د لا زیاتې همغږۍ په موخه دغسې غونډې د چارو په ښه والي کې ارزښتناکې وبللې او له ګډونوالو یې غوښتنه وکړه چې د خپلو څانګو د کړو، وړو په تړاو دې کمیشنرانو ته هر اړخیز معلومات وړاندې ورکړي.


دا رنګه د مرکزي دفتر د لسګونو ریاستونو مشرانو د خپلو ورځنیو چارو په اړه نویو کمیشنرانو ته معلومات ورکړل، او د خپلو فعالیتونو په تړاو یې له یو بل سره نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

د کمیسیون مشرتابه د ګډونوالو نظرونه او وړاندیزونه واوریدل او ژمنه یې وکړه د هغو ستونزو او خنډونو پر وړاندې چې د کمیسیون ورځنۍ چارې یې ټکنۍ کړي، د هغو په هواري کې به کوټلي ګامونه پورته شي.

اصلي اړیکې: http://iec.org.af/ps/2012-06-23-06-41-38/news-media-ps/1544-commissioners-meeting-iecs-20190314-ps

د اصلي پاڼې خلاصول

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading