بازتاب نیوز

د کابل صرافانو د ″مهسا″ د قاتلانو محاکمه غوښتې

٢٦ حوت ١٣٩٧ رادیو تلویزیون ملی افغانستان

 

د کابل د شهزاده سراى صرافانو په یو لاریون کې د مهسا د وژونکو محاکمه غوښتې.

کوچنۍ ″مهسا″ څو ورځې وړاندې دوو تنو تښتولې وه . چې د هغې د خوشې کولو په بدل کې د ″مهسا″ له کورنۍ څخه ۳۰۰ زره ډالرو غوښتي وه.

د کابل پوليسو د پېښې په اړه دوه کسان نیولي او اوس صرافان د دغو قاتلانو د مجازاتو غوښتنه کوي .

په دلاریون کې د کابل ښار د صرافانو د شورا رئيس مير افغان صافي له حکومته غوښتي چې ژر تر ژره د ″مهسا″ قاتلانو او نورو انسان تښتوونکو ته جزا ورکړي.

د شهزاده سراى صرافانو یوه پرېکړه لیک خپور کړی. او له حکومته یې غوښتي چې هر څومره ژر کېدای شي د ورته پېښو مخه دې ونیسي.

په دې پرېکړه لیک کې د انسان تښتوونکو غيرانساني کړنې غندلې شوې او له اړوندو مقاماتو څخه غوښتنه داده چې د ″مهسا″ قاتلان دې اعدام شي.

مظاهره کوونکو په ټول افغانستان په تېره بيا د کابل، جلال آباد، قندهار، مزارشريف او د هرات په ښارونو کې د صرافانو او د هغوى د کورنيو د غړو د سر او مال د امنيت د تامينولوغوښتنه هم کړې ده.

لینک اصلی: https://rta.org.af/internal-news/27531/

بازکردن لینک اصلی

بیشتر بخوانید از رادیو تلویزیون ملی افغانستان

آخرین خبر ها:

Loading