بازتاب نیوز

د سټېفن هاوکېنګ د لومړي تلين په وياړ سيکه جوړه شوه

٢٦ کب ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د برېتانيا د حکومت له لوري د مشهور سياينس پوه سټېفن هاوکېنګ د لومړي تلين په مناسبت سيکه جوړه شوه.

د سرخط ورځپاڼې د راپور په حواله، نوې ځلېدونکې سېکه ډېره ښکلې برېښي او ډیزاین يې د برېټانیا بریالي ډیزاینر ایډوینا ایلېس کړی دی چې په شاته برخه کې یې د سټېفن هاوکېنګ نوم او د تور غار یا بلېک هول د اندازې اخېستنې د واحدونو ټرموډېناميک فارموله ښکاري.

سټېفن هاوکېنګ ۲۲ کلن و چې په یوې لا علاجه ناروغې اخته شو چې د عمر تر پایه پر پښو و نه ‌شو ګرځېدای، خو هغه د خپل علم پر مټ د تور غار او سیارو په اړه ډېر نوي مالومات ولیکل.

هغه تېر کال د مارچ میاشتې په ۱۴مه د ۷۶ کلونو په عمر ومړ، خو د ساينس په اړه يې دې نړۍ ته داسې مېراث پرېښود چې پخوا يې انسانان په اړه ناخبره وو.

۶ ځله کتل شوی

.fb_iframe_widget_fluid_desktop iframe {

width: 100% !important;

}

Share on: WhatsAppThe post د سټېفن هاوکېنګ د لومړي تلين په وياړ سيکه جوړه شوه appeared first on ټاتوبی نيوز.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/د-سټېفن-هاوکېنګ-د-لومړي-تلين-په-وياړ-سيک/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading