بازتاب نیوز

د امریکا او پاکستان لاسونه چېرې دي؟ 

٢٦ کب ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

که څه هم د افغان سولې پروسې په اړه وروستیو دریځونو، هڅو او ځینو پرمختګونو په افغانستان کې د روانې خونړۍ جګړې د پای ته رسېدو او د سولې تامین لپاره د حکومت په ګډون د افغانانو هیلې را ژوندۍ کړې، خو په ‌دې برخه کې ځینو ابهامونو، په قطر کې د تړلیو دروازو شاته د امریکا او طالبانو د استازیو تر منځ په ورځو ورځو پټو خبرو، د افغان سولې په اړه د زلمي خلیلزاد ځینو څرګندونو او اوس تازه په افغانستان کې د یوه نوي حکومت جوړولو په هکله د پاکستان د لومړي وزیر عمران‌خان څرګندونو د دغې پروسې د څرنګوالي په اړه ځینې شکونه پیدا کړي چې د اندېښنې وړ هم دي.

عمران‌خان ویلي چې په افغانستان کې به داسې یو نوی حکومت جوړ شي چې د ټولو افغانانو استازولي به کوي او په سیمه کې د ثبات، سوداګري ښه کېدو او نورو اقتصادي اسانتیاوو لامل شي.

د دې تر څنګ، د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د تېرې پنج‌شنبې په ورځ په امریکا کې له خبریالانو سره په خبرو کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نیوکې وکړې چې د دغې پروسې په اړه لازم مالومات له افغان حکومت سره نه شریکوي او هڅه کوي چې د خپلو شخصي موخو او ګټو لپاره په افغانستان کې د یوه داسې لنډمهالي حکومت د جوړېدو په تکل کې دی چې مشر به یې هم دی وي.

په قطر، اماراتو او ان پاکستان کې له طالبانو سره د افغان حکومت په نه موجودیت کې د امریکا پرله‌پسې غونډې، له ډېرو خبرو اترو او میاشتو تېرېدو سره سره د دغې پروسې ته د افغان حکومت ورګډولو لپاره د اسانتیاوو نه برابرېدل، په دې پروسه کې د ابهام په اړه د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله اندېښنې چې څو ورځې وړاندې یې ښودلې وې، پر خلیلزاد د حمدالله محب نیوکې او د عمران‌خان وروستۍ څرګندونې ښيي چې که څه هم د افغان سولې په پروسه کې د پام وړ پرمختګ شوی، خو له ځینو شکونو سره هم مله ده او لامل یې هم د دغې پروسې غځېدل، د ګاونډیو او سیمې هېوادونو لاس ته غورځېدل او د بین‌ الافغاني خبرو اترو د پیل لپاره د لازمو اسانتیاوو نه برابرول یې اصلي لاملونه دي.

که څه هم د پاکستان په اړه خو جوته ده چې هيڅکله یو ځواکمن افغانستان نه غواړي، د ورانولو او کمزوري کولو لپاره یې ترهګرې ډلې روزلي، مستقیم ملاتړ یې کوي او روښانه ده چې په افغان سولې پروسه کې هم خپلې موخې او ګټې لټوي او تر هغې یې د بریا په وړاندې خنډونه جوړوي چې ورته رسېدلای نه وي، خو د عمران‌خان وروستیو څرګندونو د سولې له روانو مذاکراتو او موخې ته په‌کې د اسلام‌اباد له رسېدو هم پرده پورته کړه.

مانا پاکستان باوري دی چې په افغانستان کې راتلونکی جوړېدونکی حکومت چې له سولې وروسته به جوړېږي او طالبان به هم په‌کې غوښنه ونډه ولري، د دوی موخې څاري او ګټې یې تضمینوي، افغانستان به له پاکستان سره د اقتصادي راکړې ورکړې کمولو پر ځای، بېرته پر هغوی متکي کېږي او بهرنی سیاست به یې هم د دوی په خوښه مخې ته ځي.

امریکا هم ښايي په افغانستان کې له روانې اوږدې جګړې د وتلو او د سولې د بریا لپاره له هرې ممکنه لارې کار واخلي، که څه هم تلپاتې نه وي، د افغانانو لپاره په شر تمامه شي او د ګاونډیانو، په تېره بيا د پاکستان موخې او ګټې چې د امریکایانو سټراټېژیک ملګری هېواد دی، پکې خوندي شوې وي.

خو هغه سوله چې د افغانستان ملي ګټې او ارزښتونه په‌کې خوندي نه‌شي، د افغانانو پر ځای پکې بهرنیان ډېر دخیل وي، د تېرو کلونو لاسته‌ راوړنې، نظام، ملي، امنیتي او دفاعي بنسټونه، د بیان ازادي، د رسنیو فعالیت او د ګڼ‌شمېر نورو ارزښتونو د ساتلو تر څنګ، د افغانستان د راتلونکي سرنوشت په اړه د افغانانو او افغان حکومت غوښتنې په‌کې تضمین او دا هر څه د بین‌ الافغاني خبرو اترو له لارې و نه‌شي، نه یوازې د افغانانو هيڅ درد نه دوا کوي، بلکې افغانان له یوه نامالوم سرنوشت او ان له تېرو ترخو تجربو سره مخ کوي.

د امریکا متحده ایالاتو ته پکار ده چې د افغان سولې پروسه د ګاونډیانو او د سیمې هېوادونو له محوره راوباسي او څومره ژر چې کېدای شي د بین‌ الافغاني خبرو اترو لپاره اسانتیا برابره کړي، که‌نه ورځ تر بلې په دې پروسه کې د ګاونډیانو رول او په اړه یې د خلکو شکونه ډېرېږي او ښايي د دې پروسې په ناکامي بدله یا هم د افغانانو تر منځ د اختلافونو رامنځ ته کولو لامل شي.

سرخط ورځپاڼه ۶ ځله کتل شوی

.fb_iframe_widget_fluid_desktop iframe {

width: 100% !important;

}

Share on: WhatsAppThe post د امریکا او پاکستان لاسونه چېرې دي؟  appeared first on ټاتوبی نيوز.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/د-امریکا-او-پاکستان-لاسونه-چېرې-دي؟/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading