بازتاب نیوز

صرافان: که حکومت مو امنيت تامين نه کړي، خپلې پانګې له افغانستان باسو

٢٦ کب ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

کابل او يو شمېر ولايتونو کې چې صرافانو کاربنديز اعلان کړی و، ګواښ يې وکړ که حکومت يې امنيت تامين نه کړي نو خپلې پانګې به له افغانستان وباسي.

دوی د يو صراف د وژل شوې لور مهسا د وژنې په غبرګون کې پرون کاري اعتصاب کړی و.

صرافانو د وروستيو نا امنيو په اړه اندېښنه ښودلې او له حکومت يې جدي غوښتنه کړې چې د دوی امنيت دې خوندي کړي.

څو ورځې وړاندې انسان تښتوونکو په کابل ښار کې د یوه صراف لور تښتولې او بیا یې وژلې وه.

دې مسئلې په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګون پارولی دی او کاروونکي له حکومته د دغو کسانو د اعدام او قانوني جزا ورکولو غوښتنه کوي.

تېره ورځ د کابل ښار صرافانو هم په همدې تړاو خپل توند غبرګون وښود او حکومت یې په بې کفایتۍ تورن کړ.

د کابل صرافانو د اتحادیې مسوولان وايي،:

« د روان کال له پیل راهیسې یې د سوداګرو ۱۲ مورده قتل او برمته کېدو پېښې ثبت کړې دي، خو حکومت یوازې په ځینو مواردو کې دغو دوسیو ته رسیده ګي کړې ده،دا یوازینۍ پېښه نه ده چې د حکومت د بې کفایتۍ له امله رامنځ ته شوې ده، بلکې که حکومت اقدام ونه کړي، ښایي د لسګونه انسانانو ژوند له ورته برخلیک سره مخ شي.»

د صرافانو د اتحايي مشر مير افغان صافی وايي، د مهسا قاتلين بايد اعدام شي او حکومت دې هڅه وکړي نور قاتلين دې هم ونيسي.

هغه وايي، نيول شوي کسان دې حکومت په ډاګيزه توګه محاکمه کړي، ترڅو ټول خلک وويني او د دوی قناعت وشي.

میر افغان صافی وايي:

 «په ځلونو یې له حکومت سره خپلې امنیتي اندېښنې شریکې کړې دي، خو دوی د قناعت وړ اقدامات نه دي کړي. هغه وايي، که حکومت پر وخت د غلاوو، سړي تښتونو او ورته جرمونو قضیې ونه څېړي او مجرمینو ته سزا ور نه کړي، نو دغه ډول پېښې به ورځ په ورځ ډېرې شي.»

بل پلو د وژل شوې ماشومې (مهسا) پلار بیا په دغه اعتراضیه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې حکومت دې لاس په کار شي او د دې پېښې عاملان دې اعدام کړي.

 د نوموړي په خبره، د پېښې څېړنې ته اړتیا نه لیدل کېږي، ځکه دواړو مجرمانو اقرار کړی دی او د پېښې پړه یې منلې ده.

 نوموړی وايي:

«دواړه باید اعدام شي. همدا نن باید اعدام شي، ولې دا مسئله ځنډول کېږي. هغه قاتلان دي او پخپله یې پر خپل جرم اقرار کړی دی»

صرافانو پر حکومت نيوکه وکړه چې هر ځل قاتلين ونيسي خو قضيې ځنډول کېږي او سزا نه ورکول کېږي.

د کابل ښار د صرافانو مرستیال دادګل حضرت زی وایي:

 «ټول اسناد او شواهد د حکومت په مخ کې پراته دي، باید په اړه یې اقدام وشي. د کابل د صرافانو اتحادیې په دې تړاو په صادر شوي پرېکړه لیک کې ویلي، چې دوی په علني توګه د دغو کسانو اعدام غواړي او که داسې ونه شي، نو ښايي ډېری صرافان خپلې پانګې له افغانستانه وباسي.»

بل پلو د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وایي، د مهسا د قتل قضیه د دوی تر څېړنې لاندې ده او دوی له امنیتي ادارو سره په ګډه د دې قضیې څېړنه پيل کړې ده.

د ده په خبره، لویه څارنوالي ژمنه ده او دغه کسان به د خپلو اعمالو سزا ته رسول کېږي.

۱۹ ځله کتل شوی

.fb_iframe_widget_fluid_desktop iframe {

width: 100% !important;

}

Share on: WhatsAppThe post صرافان: که حکومت مو امنيت تامين نه کړي، خپلې پانګې له افغانستان باسو appeared first on ټاتوبی نيوز.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/صرافان-که-حکومت-مو-امنيت-تامين-نه-کړي،/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading