بازتاب نیوز

غني، په رسمي سفر ابو ظبۍ ته ولاړ او هلته به د ده او د عربي متحده اماراتو د ولیعهد په حضور کې شپږ تفاهمنامې لاسلیک شي

٢٦ کب ١٣٩٧ د خامه پرس خبری آژانس

د ارګ له لوري خپره

شوې خبر پاڼه وایي،د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني نن  سهار د رسمي سفر په موخه د يوه  لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د

متحده عربي اماراتو پلازمېنې ابوظبۍ ته روان شوی دی.

د ارګ له لورې د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې، ولسمشر غني به د دې

سفر په لړ کې ، د ابوظبۍ له امیر او ولیعهد شېخ محمد بن زاید آل نهیان سره وګوري.

خبر پاڼه زیاتوي، دواړه هېوادونه به د جمهوررئیس محمداشرف غني او د ابوظبۍ د امیر او

ولیعهد شېخ محمد بن زاید آل نهیان په حضور کې د افغانستان او متحده عربي اماراتو

اړوند مسوولین د فرهنګي، پوهنې، ورزش، کانونو، انرژۍ او کرنې په برخو کې

د همکارۍ شپږ تفاهمنامې لاسلیک کړي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/19441

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading