بازتاب نیوز

افغان حکومت د پاکستان د سفارت مستشار احضار کړ

٢٦ کب ١٣٩٧ د كليد ګروپ

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د پاكستان د لومړي وزير عمران خان د وروستيو څرګندونو په غبرګون كې په كابل كې د دغه هېواد د سفارت مستشار احضار كړ.

عمران خان وړمه ورځ افغان پولې ته څېرمه د قبايلي سيمې باجوړ اوسېدونكو ته د وينا په مهال په افغانستان كې د يوه نوي حكومت د جوړېدو خبر وركړ او ويې ويل، يو ښه حكومت به، چې د ټولو افغانانو استازيتوب وكړي، جوړ شي.

د بهرنيو چارو وزارت له لوري تېر ماښام په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، دا وزارت په كابل كې د پاكستان د سفارت له مستشار څخه په نېږدې راتلونکې کې په افغانستان كې د نوي حکومت د جوړېدو په اړه د عمران خان د څرګندونو په باب د وضاحت غوښتونکى شو.

د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان دولت خپل سخت اعتراض د پاکستان دولت ته څرګند کړ او يادې څرګندونې يې په خپلو کورنيو چارو کې ښکاره لاسوهنه وبلله.

 

The post افغان حکومت د پاکستان د سفارت مستشار احضار کړ appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/03/17/%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86-%D8%AD%DA%A9%D9%88%D9%85%D8%AA-%D8%AF-%D9%BE%D8%A7%DA%A9%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D8%AF-%D8%B3%D9%81%D8%A7%D8%B1%D8%AA-%D9%85%D8%B3%D8%AA%D8%B4%D8%A7%D8%B1-%D8%A7%D8%AD/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading