بازتاب نیوز

د نیوزلنډ د پېښې بریدګر پنځه میاشتې مخکې پاکستان ته تللی و

٢٦ کب ١٣٩٧ کندهار ملي راډیو تلوېزیون

د راپورونو له مخې هغه کس چې په نیوزلند کې یې پر دوو جوماتونو برید وکړ او تر پنځوسو پورې کسان یې ووژل، پنځه میاشتې مخکې پاکستان ته تللی و او هلته یې په یوه هوټل کې څو شپې تېرې کړې دي.

هغه د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې وخت تېر کړی دی او د هغه هوټل د خاوند پر فیسبوک یې لیکنې خپرې کړې، چې دی پکې استوګن و. خو پاکستاني حکومت ددغه کس په اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه کړې ده.

د هوټل خاوند هم له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې په دې اړه معلومات نه شي ورکولی او ورته ویل شوي چې د یاد کس په اړه دې له رسنیو سره خبرې نه کوي.

The post د نیوزلنډ د پېښې بریدګر پنځه میاشتې مخکې پاکستان ته تللی و appeared first on کندهار ملي راډیو تلوېزیون.

اصلي اړیکې: https://kandahar-tv.com/2019/03/%D8%AF-%D9%86%DB%8C%D9%88%D8%B2%D9%84%D9%86%DA%89-%D8%AF-%D9%BE%DB%90%DA%9A%DB%90-%D8%A8%D8%B1%DB%8C%D8%AF%DA%AB%D8%B1-%D9%BE%D9%86%DA%81%D9%87-%D9%85%DB%8C%D8%A7%D8%B4%D8%AA%DB%90-%D9%85%D8%AE%DA%A9/

د اصلي پاڼې خلاصول

کندهار ملي راډیو تلوېزیون په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading