بازتاب نیوز

هند په افغانستان کې موقت حکومت نغواړي

٢٦ کب ١٣٩٧ خبر تلویزیون یک

Read in English2019-03-17 | 14 دقيقه مخکې

نوي ډیلي امریکا ته ویلي چې له افغانستان نه د امریکايي سرتیرو له وتلو وروسته باید پدې هیواد کې موقت حکومت رامنځته نشي.

د هندوستان ټایمز په راپور کې راغلي چې، نوي ډیلي امریکا ته ویلي چې له افغانستان نه د امریکایي سرتېرو له وتلو وروسته، پدې هیواد کې د موقتې ادارې منځته راتګ ته اړتیا نشته.

د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویجي ګوخالي د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د لیدنې پر مهال وویل چې له افغانستان نه د امریکایي سرتیرو له وتلو وروسته باید پدې هیواد کې ټاکنې ترسره شي، موقت حکومت ته اړتیا نشته او زیاته یې کړه چې هند په افغانستان کې موقت حکومت نغواړي.

هندوستان ټایمز لیکي: «په تېرو څو میاشتو کې زلمي خلیلزاد او طالبانو څو ځلې خبرې وکړې، هند د سولې په بهیرکې افغان دولت ته د نه پاملرنې او پدې هیواد کې د موقتي ادارې په اړه په پرلپسې ډول خپلې اندیښنې ښودلې دي.»

هند وایي د افغانستان سیاسي جوړښت باید د امریکایي سرتیرو له وتلو وروسته په خپل ځای پاتې شي او زیاتوي چې د منتخب حکومت ځای باید موقته اداره ونه نیسي.

همدارنګه خلیلزاد ویجي ګوخالي ته وویل چې د بین الافغاني خبرو اترو په برخه کې پرمختګ شوی دی.

د هندوستان ټایمز په ټکو: «په قطر کې له طالبانو سره له اوږدو خبرو وروسته، خلیلزاد پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې د هوکړې لپاره څلور مهمې مسالې موجودې دي: له ترهګرۍ سره د مبارزې تضمین، له افغانستان نه د امریکایي سرتیرو وتل، بین الافغاني خبرې اترې او اوربند. خلیلزاد وویل چې د لومړیو دوه مسالو په اړه د هوکړه لیک متن چمتو شوی.»

هند وایي چې د زلمي خلیلزاد نه یې د هغې پوښتنې په ځواب کې مثبت ځواب ترلاسه کړی چې له مخې به یې په راتلونکې کې به د افغانستان خاوره د ترهګریزو موخو لپاره نه کارول کیږي.

1TVNews.af - 1TVNews.af

اصلي اړیکې: http://www.1tvnews.af/ps/news/afghanistan/37622-2019-03-17-06-13-57

د اصلي پاڼې خلاصول

خبر تلویزیون یک په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading