بازتاب نیوز

افغان حکومت د ملکي تلفاتو د مخنیوي په لټه کې دی

٢٦ حوت ١٣٩٧ رادیو تلویزیون ملی افغانستان

د ولسمشر غني په مشرۍ افغان امنیتي چارواکو ګډه غونډه وکړه. دا غونډه د (کب په ۲۵مه) د شنبې په ورځ له غرمې مخکې ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې افغان امنیتي چارواکو او د غوڅ ملاتړ ماموریت استازو په پوځي عملیاتو کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په اړه خپلې طرحې ولسمشر ته وړاندې کړې.

ولسمشر غني په یاده غونډه کې ټینګار وکړ زموږ موخه د ملکي تلفاتو صفر ته رسول دي.

ښاغلی غني امر وکړ؛ ټول امنیتي ارګانونه مکلف دي، د هغوعملیاتو جزئیات چې د ملکي تلفاتو احتمال پکې وي، له خلکو سره شریک کړي، چې د معلوماتي تشې مخنیوی وشي.

ولسمشر لارښونه وکړه؛ امنیتي ځواکونه باید هغه پوښتنو ته ځواب ووايي چې د ملکي تلفاتو په اړه له خلکو سره را ولاړې شوي دي.

ولسمشر غني امنیتي چارواکو ته امر کړی هغه ادعاوې دې وڅېړل شي چې د ملکي تلفاتو په اړه شوي دي.

هغه ټینګار وکړ: د ملکي تلفاتو په اړه د معلوماتو نه وړاندې کول د افغانستان د حکومت رهبرۍ او خلکو ته د منلو وړ نه دي.

لینک اصلی: https://rta.org.af/internal-news/27534/

بازکردن لینک اصلی

بیشتر بخوانید از رادیو تلویزیون ملی افغانستان

آخرین خبر ها:

Loading