بازتاب نیوز

د دولتي پوهنتون د استادانو د معاشونو په اړه خبرتيا

٢٦ کب ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د دولتي پوهنتونو د ښوونکو او کادري غړو د معاشونو زیاتېدو مقررې د طرحې په تړاو د مالیې وزارت خبرتیا؛

==

د ښوونکو فرهنګې کمېټې ټولنې، د ښوونکو اومسلکي کادري غړو د معاشونو زیاتېدو مقررې مسوده، د لوړو زده کړو له وزارت سره په سلا جوړه شوې وه، دا چې نوموړې مقرره په غیر عادلانه او نا متوازنه توګه جوړه شوې وه او بودیجوي امکانات هم په نظر کې نه وو پکې نیول شوي، څه موده وړاندي د مالیې وزارت له لوري رد شوه.

له دې کبله چې دا موضع له هره اړخه جدي تر غور لاندي ونیول شي، ځانګړې کمېټه ورته جوړه شوه.

نوموړې کمېټه، د لوړو زده کړو، عدلیې او مالیې له وزارتونو څخه جوړه شوه، د توازن، تعادل او بودیجوي امکاناتو اصل په نظر کې نیولو سره نوې مقرره د ۱۳۹۷ کال کب میاشتې په ۲۱ مه نېټه وروستۍ شوه.

مالیه وزارت، ښاغلو ښوونکو ته ډاډ ورکوي، چې د نوې مقررې پر بنسټ د دوی معاشونه تر اوسنیو هغو ۳۳ سلنه زیات شوي او مقرره به په لنډه موده کې د اجراآ وړ شي. ۱۰ ځله کتل شوی

.fb_iframe_widget_fluid_desktop iframe {

width: 100% !important;

}

Share on: WhatsAppThe post د دولتي پوهنتون د استادانو د معاشونو په اړه خبرتيا appeared first on ټاتوبی نيوز.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/د-دولتي-پوهنتون-د-استادانو-د-معاشونو-په/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading