بازتاب نیوز

ننګرهار: ۳۸ کيلو ګرامه نشه يي توکي ونيول شول

٢٦ کب ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د ننګرهار په سره رود، روداتو او بټي کوټ ولسوالۍ کې د عملياتو پر ۳۸ کيلو نشه يي توکي نيول شوي.

په نيول شويو نشه يي توکو :ې ۱۱ کيلو ګرامه هيروين او ۲۵ کيلو ګرامه چرس شامل دي.

د ننګرهار ولايت رسنيز دفتر ليکي، د امنیه قوماندانۍ د نشه یې توکو پر ضد د مبارزې پولیسو د روداتو ولسوالۍ په غازي امان الله خان ښارګوټې سیمه کې په یو عراده کرولا موټر کې ځای پر ځای شوي ۲۵ کیلو ګرامه چرس له یو تن لیږدونکي سره یو ځای ونیول .

یادو پولیسو همدا راز د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د جلال اباد ـ تورخم پر لویه لاره په یو سراچه موټر کې ځای پر ځای شوي ۱۳ کیلوګرامه هیروین له یو تن لیږدونکي سره یو ځای ونیول .

پولیسو همدا راز د سره رود ولسوالۍ په ګنده چشمه سیمه کې یو تن د ۱۱ ګرامه هیروینو د پلور په تور نیولی دی .

یادې قضیې د امنیه قوماندانۍ له لورې د لا زیاتو څېړنو په موخه استیناف څارنوالۍ ته په رسمي ډول لیږل شوي دي .

۱۹ ځله کتل شوی

.fb_iframe_widget_fluid_desktop iframe {

width: 100% !important;

}

Share on: WhatsAppThe post ننګرهار: ۳۸ کيلو ګرامه نشه يي توکي ونيول شول appeared first on ټاتوبی نيوز.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/ننګرهار-۳۸-کيلو-ګرامه-نشه-يي-توکي-ونيول/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading