بازتاب نیوز

ولسمشر غني عربي متحده اماراتو ته ولاړ

٢٦ کب ١٣٩٧ طلوع نیوز

ولسمشر غني نن(یک‎شنبې د کب په ۲۶مه نېټه) د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ، د عربي متحده اماراتو پلازمېنې، ابوظبي ته ولاړ.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي ولسمشر غني به د خپل دغه سفر په ترڅ کې د ابو ظبي له ولیعهد شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره وګوري.

ټاکل شوې دواړه هېوادونه د ګډې اعلامیې پر خپرولو سربېره د ولسمشر غني او د ابوظبۍ د امیر او ولیعهد شېخ محمد بن زاید آل نهیان په حضور کې د افغانستان او متحده عربي اماراتو اړوند مسوولین د فرهنګي، پوهنې، ورزش، کانونو، انرژۍ او کرنې په برخو کې د همکارۍ شپږ تفاهمنامې لاسلیک کړي

اصلي اړیکې: https://www.tolonews.com/pa/afghanistan/%D9%88%D9%84%D8%B3%D9%85%D8%B4%D8%B1-%D8%BA%D9%86%D9%8A-%D8%B9%D8%B1%D8%A8%D9%8A-%D9%85%D8%AA%D8%AD%D8%AF%D9%87-%D8%A7%D9%85%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D8%AA%D9%88-%D8%AA%D9%87-%D9%88%D9%84%D8%A7%DA%93

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading