بازتاب نیوز

د ملا عبدالسلام ضعیف پر کور د تیرې شپې راهیسي چاپه روانه ده – انځورونه

٢٦ کب ١٣٩٧ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶کب، ۱۳۹۷ل): د طالبانو د وخت سفیر ملا عبدالسلام ضعیف پر کور باندي چاپه روانه ده.

د نوموړي دکورنۍ یوه غړي نن ټکی اسیا ته وویل چې د تیرې شپې راهیسي د اسدالله خالد ځانګړو عسکرو د ملا سلام ضعیف پر کور چاپه اچولې او تر اوسه یې کور محاصره ساتلی دی.

نوموړي وویل چې ضعیف په دې وروستیو کې کندهار ته تللی وو، د کندهار څخه د راتګ وروسته سمدستي هغه ته اخطار ورکړل سو او هممهاله چاپه باندي ووهل سول.

ملا عبدالسلام ضعیف چې په قطر کې هم کور لري، د کورنۍ غړي يې وايي، د اسد الله خالد له لوري ورته مکرر ګواښونه شوي او یو ځل یې حتی پر سینه د «لیزر» نښان هم له لیري ایښودل شوی تر څو ورته وښيي چې زمونږ پر نښانه یاست.

دا پېښه جریان لري، د نویو معلوماتو تر لاسه کېدو وروسته به خبر اپډيټ یا تعقیب شي..

د پيښې له ځایه تازه انځورونه:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/141242/%D8%AF-%D9%85%D9%84%D8%A7-%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%D8%B3%D9%84%D8%A7%D9%85-%D8%B6%D8%B9%DB%8C%D9%81-%D9%BE%D8%B1-%DA%A9%D9%88%D8%B1-%D8%AF-%D8%AA%DB%8C%D8%B1%DB%90-%D8%B4%D9%BE%DB%90-%D8%B1/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading