بازتاب نیوز

حکمتیار: تر دې «شړيدلي» حکومت به د طالب واکمنۍ ښه وي – ویډیو

٢٦ کب ١٣٩٧ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶کب، ۱۳۹۷ل): د حزب اسلامي‌حکمتیار؛ مشر انجینر ګلبدین حکمتیار وايي، که طالبان پر کابل واکمن شي نو ده پر درېیو لارو غور کړی دی.

هغه له شمشاد تلویزیون سره مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې که طالبان کابل ونیسي، دوی به څه کوي، وویل، یوه لار دا ده چې تر دې حکومت د طالب حکومت ته ترجیح ورکړو.

هغه وویل: «د دې پر ځای چې واک د دغه اوسني ناکام او شړیدلي حکومت په لاس کې دی، طالبان به ښه وي.»

په وینا يې، دویمه لار يې دا ده چې له طالبانو سره شریک شي او درېیمه دا چې بېرته پخواني عادت ته وګرځي او جګړه ورسره وکړي.

هغه د سولې خبرې ګټورې وبللې او زلمی خلیلزاد يې مناسب استازی یاد کړ، خو دعوه يې وکړه چې دی هم په دې خبرو کې غلی نه دی پاتې شوی او ان زلمي خلیلزاد يې مشورې منلې دي.

حکمتیار، د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د نوموړي له تخلص سره د حکمت پر ځای راکټ یادېږي یا هم د «قصاب» خطاب ورته کېږي، وویل، د قصاب خطاب ورته یو فرانسوي خبریال وروسته له هغه وکړه چې سروبي کې د دوی «مجاهدینو» فرانسوي عسکر ووژل.

هغه په داخلي جګړو کې خپله ونډه کمه یاده کړه او په وینا يې یوازې یو ځل يې پر ارګ د راکټ توغولو امر کړی، نور يې نو پوځي فرقې په نښه کړې دي.

حکمتیار حکومت له هره اړخه ناکام یاد کړ او ويې ویل چې حتی له ده سره د «سولې» په نوم تړون هم د امریکایانو له سترګو حرف حرف تېر شوی دی، خو عملي شوی نه دی.

هغه ګیله وکړه چې حکومت ورسره د دریو کورونو ژمنه کړې وه، خو اوس يې یو ورکړی او کرایي دی او یوازې ۳۰۰ امنیتي او ۲۳۰ نورو د حزب‌اسلامي غړو ته معاشونه ورکوي.

حکمتیار وویل چې حتی حکومت يې تر اوسه حزب په رسمیت نه پېژني او عدليې وزارت کې دا حزب د بل چا په نوم «ارغندیوال» په نوم ثبت دی.

نوموړی چې راتلونکو ټاکنو ته هم نوماند دی، وايي د ټاکنیزو کمیسیونونو پخواني کمينشران له دې امله لرې کړل شول، چې د ځینو نوماندانو اسناد يې را جمع کړي و، داسې چې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو کې ځينو د زده کړو برخه کې مشکلات او ځينو هم دوه تابعیتونه درلودل.

حکمتیار وايي نویو ټاکل شویو کمیشنرانو کې داسې کسان هم کمیشنران شوي چې هیڅ رایه يې نه ده اخیستې او په وینا يې چې حتی د قتل او فساد تورن هم دي، خو ويې ویل د دې ټولو ستونزو تر څنګ دی ځکه نوماند شوی چې نه غواړي د «مبارزې» یو ځای هم تش پرېږدي.

د حزب اسلامي دا مشر چې د ګډ حکومت په لومړیو کې له حکومت سره یو ځای شو، ضمناً پر ملکي تلفاتو هم خواشيني وښوده، خو د دې پوښتنې په ځواب کې چې د شیخ هبت الله، اشرف غني، عبدالله عبدالله، حامد کرزی او عبد رب الرسول سیاف سره د ګډون په هیله به کوم يو خوښ کړي، خوله چوپه ونیوله.

یادونه: ویډیو د وخت د سپما په تمه یو څه تېزه شوې!

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/141237/%D8%AD%DA%A9%D9%85%D8%AA%DB%8C%D8%A7%D8%B1-%D8%AA%D8%B1-%D8%AF%DB%90-%D8%B4%DA%93%D9%8A%D8%AF%D9%84%D9%8A-%D8%AD%DA%A9%D9%88%D9%85%D8%AA-%D8%A8%D9%87-%D8%AF-%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading