بازتاب نیوز

بادرنګ؛ﻋﺠﻴﺒﻪ ځانګړتياوې او کرل يې

٢٦ کب ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

داکتر:محمد نسیم زیار

بادرنګ له اوبو ډک نبات، د سي ويټامين زوروره سرچينه او د اوږدمهاله سبو د کورنۍ غړی دی.

که د بادرنګ څخه ایستل سوی يو ګيلاس اوبه د ورځې وڅښل سي، په بدن کې شپږ سلنه ويټامين سی تامينولای سي.

د بادرنګ اړينه ځانګړتیا دا ده چې د ګرمي په موسم کې هم خنک خوراکي توکی دی چې په خوړو يې انسان د تازه‌ګي احساس کوي او تنده او ګرمي يې کمېږي.

بادرنګ په سلو کې له ۹۵ فيصده اوبو جوړ سوی دی. موږ د عادت له مخې بادرنګ هم سپينوو او بيا يې خورو، خو طبي څېړونکي د بادرنګ پوستکی لکه د سیب پوستکی داسې ګټور ګڼي او سپارښت يې دا وي چې له پوستکي سره دې وخوړل سي؛ ځکه که ورسخه لېرې سي ګواکې لاسي دې پوتاشيم او مګنيزيم ايسته وغورځول، مګر پرېمنځل يې بايد د خوړونکي په ياد ياد وي.

ځينو څېړنو ښوولې چې د بادرنګ خوراک د وينې د لوړ فشار په ټيټوالي کې مرسته کوي، ځکه خو د لوړ فشار ناروغ ته ور فرمارېیل کېږي. همدا راز که مو پوستکی لمر وهلی وي، بادرنګ دی چې د حساسيت علاج ته يې ټک و پتری دی.

بادرنګ د ساړه او مرطوب خاصيت خاوند دی، په دې رقم د تشويش او زړه‌بدوالی مخه نيولای سي. د اعصابو د ارام او خوب سبب ګرځي. که د بادرنګ نرم زړي وخورئ، ارامي دربخښي، وينه مو صفا کوي او پوستکي ته مو ځلا ورکوي.

بدوالی يې دا دی چې که تازه نه وي او له پوستکي سره وخوړل سي، خورا بده بدهضمي پېښوي چې کليوال يې کولنج بولي.

هغه کسان چې معده يې کمزورې وي، ډېر خوراک يې د هاضمې سيسټم ته تاوان رسوي چې د ضرر دفع يې د عسلو په خوراک سمیږی.

که بادرنګ ډېر تر وخت تېر او زېړ سوی وي، خوراک يې د زړه درد پيدا کوي، ښه دا ده چې تازه پیدا کی او تر خوراک مخکی يې په مالګه يا د لېمو په اوبو پرېمنځئ او بيا يې وخورئ.

کرل يې؛

بادرنګ اسانه کرل او پالل کېدای سي. د بادرنګ کرنه معتدلې او نسبتاً ګرمې هوا ته اړه ده؛ خو په دې شرط چې درېيمه څلورمه اوبه ولګول سي.

بادرنګ لکه بانجاڼ داسې نه دي ، بلکې زړي يې په ځمکه کې ښخېږي.

ښه لاره يې دا ده چې زړي تر کرلو دوه درې ورځې مخکې په يوه لوښي کې په اوبو کې له ايرو سره خيشته کړئ او د کرلو په ورځ يې همداسې لانده تر خوږه، مرطوبه او نرمه خاوره لاندې کړئ.

کله چې تر ځمکه را وخېژي، وضعيت ته په کتو يې ايره يا حيواني سره ورکړئ.

د بادرنګ جوړنګ چې څنګه د لسو دوولسو ورځو سي، خاوره غواړي. که خاوره ور نه کړئ، امکان لري چې نرم باد يې هم مات او شنډ کی.

که چېرې يې پر پالېز چينجی برابر سو، انجه، حيواني سره او ځينې نور د کرنې د اصلاح درمل يې ستونزه حل کولای سي

۷ ځله کتل شوی

.fb_iframe_widget_fluid_desktop iframe {

width: 100% !important;

}

Share on: WhatsAppThe post بادرنګ؛ﻋﺠﻴﺒﻪ ځانګړتياوې او کرل يې appeared first on ټاتوبی نيوز.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/بادرنګ؛ﻋﺠﻴﺒﻪ-ځانګړتياوې-او-کرل-يې/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading