بازتاب نیوز

اماراتو ته د غني سفر؛ دواړه خواوې د همکاریو تفاهم‌نامې لاسلیکوي

٢٦ حوت ١٣٩٧ کابل مانیتور

د هیواد ولسمشر محمداشرف غني د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د یکشنبې په ورځ (کب ۲۶مه) د متحده عربي اماراتو پلازمینې ابوظبۍ ته سفر وکړ.

ارګ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ښاغلی غني به په دې سفر کې د ابوظبۍ امیر او ولیعهد شېخ محمد بن زاید آل نهیان سره وویني او دواړه هیوادونه به د همکاریو یوه ګډه اعلامیه خپره کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر غني او د ابوظبۍ د امیر په حضور کې به د افغانستان او متحده عربي اماراتو اړوند مسوولین په فرهنګي، پوهنې، ورزش، کانونو، انرژۍ او کرنې برخو کې د همکارۍ شپږ تفاهم‌نامې هم لاسلیک کړي.

دا په تیرو څوو کلونو کې متحده عربي اماراتو ته د هیواد د ولسمشر دریم سفر دی.

متحده عربي امارات یو له هغو هیوادونو څخه دی، چې په تیرو شاوخوا دوو لسیزو کې یې په مختلفو برخو په ځانګړي ډول د کور جوړولو په برخه کې یې له افغانستان سره همکارۍ کړي دي.

لینک اصلی: http://kabulmonitor.com/2626/%D8%A7%D9%85%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D8%AA%D9%88%20%D8%AA%D9%87%20%D8%AF%20%D8%BA%D9%86%D9%8A%20%D8%B3%D9%81%D8%B1%D8%9B%20%D8%AF%D9%88%D8%A7%DA%93%D9%87%20%D8%AE%D9%88%D8%A7%D9%88%DB%90%20%D8%AF%20%D9%87%D9%85%DA%A9%D8%A7%D8%B1%DB%8C%D9%88%20%D8%AA%D9%81%D8%A7%D9%87%D9%85%E2%80%8C%D9%86%D8%A7%D9%85%DB%90%20%D9%84%D8%A7%D8%B3%D9%84%DB%8C%DA%A9%D9%88%D9%8A

بازکردن لینک اصلی

بیشتر بخوانید از کابل مانیتور

آخرین خبر ها:

Loading