بازتاب نیوز

د نايجيريا په شمال کې وسله وال بريد نهه تنه ووژل

٢٦ کب ١٣٩٧ د كليد ګروپ

څو تنو وسله والو د نايجيريا په شمال کې پر يوه کلي بريد کړی او نهه تنه يې وژلي دي.

دغه بريد په کادونا ولايت کې ترسره شوی دى.

د دې ولايت والي نصير احمد الرفاعي ويلي، په وژل شوو کې ماشومان هم شامل دي.

د هغه په خبره، وسله والو ګڼو کورونو ته اور هم ورته کړی دی.

د نايجيريا په کادونا ولايت کې مسلمانان او مسيحيان دواړه ژوند کوي او ډېری وخت د مالچرونو او ځمکې پر سر سره نښلي.

The post د نايجيريا په شمال کې وسله وال بريد نهه تنه ووژل appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/03/17/%D8%AF-%D9%86%D8%A7%D9%8A%D8%AC%D9%8A%D8%B1%D9%8A%D8%A7-%D9%BE%D9%87-%D8%B4%D9%85%D8%A7%D9%84-%DA%A9%DB%90-%D9%88%D8%B3%D9%84%D9%87-%D9%88%D8%A7%D9%84-%D8%A8%D8%B1%D9%8A%D8%AF-%D9%86%D9%87%D9%87/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading